د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

نړۍ

په روسیه کې پارلماني انتخابات پیل شول

روسیه کې انتخابات
روسیه کې انتخابات

په روسیه کې پارلماني انتخابات چې په درې ورځو کې ترسره کېږي، نن پیل شول.

په دغو انتخاباتو کې به د کرملین پلوي، د متحدې روسیې د ګوند کاندیدان برلاسي وي.

روسي چارواکو تر دې انتخاباتو مخکې اپوزیسیون دومره ځپلی چې په دې انتخاباتو کې یې کاندیدان ډېر نه ترسترګو کیږي.

د روسیې دوما یا د استازیو جرګې د ټولو ۴۵۰ چوکیو لپاره دغه انتخابات ترسره کېږي.

د متحدې روسیې ګوند چې کلونه کلونه یې پر دوما زیات نفوذ لرلی، په دې وروستیو کې یې محبوبیت دومره کم شوی چې په دوو لسیزو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراييل د حزب‌الله له وسله‌والو سره د سختې جګړې خبر ورکړی

اسراييلي پوځيان
اسراييلي پوځيان

اسراییلو د لبنان پر جنوبي سیمو له ځمکنو بریدونو وروسته وویل چې، ځواکونه یې په سیمه کې د لبنان د حزب‌الله له وسله‌والو سره په "سختو جګړو" بوخت دي.

د امريکا له مخالفت او په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو له وېرې سره سره اسراييلو د دغه هېواد په جنوب کې د لبنان د حزب‌الله د ځواکونو پر ضد خپل ځمکني عمليات پيل کړل.

د لبنان حزب‌الله یوه پوځي-سیاسي ډله ده چې د امریکا له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.

اروپایي ټولنې د دغې ډلې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله چې د لبنان په پارلمان کې غړي هم لري، د لبنان پر جنوبي برخې تر ډېره واک چلوي.

د اسرايیلو د پوځ د عربي ژبې ویاند افیحای ادرعي په خپل ټلېګرام پیغام کې لیکلي، د لبنان په جنوب کې سختې نښتې روانې دي.

نوموړي د سيمې له خلکو وغوښتل، د خپل ځاني خونديتوب په موخه دې د ليتاني سيند جنوبي سيمې ته په موټرو کې تګ راتګ نه‌کوي.

تر دې مخکې د اسرايیلو پوځ اعلان کړی و چې، د دغه هېواد په جنوب کې یې د لبنان د حزب‌‌الله پر ضد "دقیق او هدفي" عملیات پیل کړي دي.

د اوکراين پر يوشمېر سيمو د روسيې په بريدونو کې اته کسان وژل شوي

د اوکراين د جګړې يو انځور
د اوکراين د جګړې يو انځور

د اوکراین پر خرسون، زاپوریژیا او سومي سیمو د روسیې په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي دي.

تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په خرسون کې د روسیې په یوه هوایي برید کې اوښتې او هلته د لږ تر لږه شپږو کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي ویلي، خرسون کې د شوي برید له کبله شپږ نور کسان ټپيان شوي هم دي.

بل لور ته د ناټو نوي ټاکل شوي سرمنشي مارک روټې چې نن یې خپل کار پيل کړ، اوکراین ته د کلک پوځي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

روټې نن په بروکسل کې خپله دنده داسې مهال پيل کړه چې، پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل زر ورځې پوره شوې.

کرکټ؛ هندوستان د ټېسټ اتلولیو په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورسېد

د هند کرېکټ لوبډلې لوبغاړي
د هند کرېکټ لوبډلې لوبغاړي

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولیو په دوه سیالیو کې خپل مېلمه بنګله‌‌دېش ته ماتې ورکړه او د نومرو په جدول کې اول مقام ته ورسېده.

د هندوستان او بنګله‌‌دېش ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن سه‌‌شنبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه کوربه لوبډلې د ۷ وېکټو په تفاوت وګټله.

که څه هم د یادې لوبې په لومړیو درې ورځو کې ورښت و، خو په وروستیو دوه ورځو کې یې پایله ورکړه.

د دې ټېسټ لوبې په دوه پاڼیو کې بنګله‌دېش ۲۳۳ او ۱۴۶ منډې کړې وې او هندوستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۵ منډې وکړې او په دویمې پاڼۍ کې یې د بنګله‌دېش له لوري ورکړل شوی ۹۵ منډې هدف د درې وېکټو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه جایسوال وپېژندل شو، خو اشوین د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

اوس‌مهال د ټېسټ اتلولیو یا چمپین شيپ د نومرو په جدول کې هندوستان لومړی، اسټرالیا دویم او سریلانکا درېیم مقام لري.

د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام پيليږي

د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام پيليږي
د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام پيليږي

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام د تیاریو لړۍ پای ته رسېدلې ده او ټاکل شوې چې دغه نړیوال جام د اکټوبر میاشتې په ۳مه نېټه پیل شي.

دغه سیالۍ چې د عربي متحده‌اماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره کېږي، ۱۰ لوبډلې په‌کې ګډون لري، چې په دوه ګروپونو سره وېشل شوي دي.

د یاد نړیوال جام په A ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، پاکستان او سریلانکا یوځای دي، په B ګروپ کې بیا بنګله‌دېش، انګلستان، سکاټلنډ، سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلې یوځای شوي دي.

لومړۍ لوبه به یې د اکټوبر په درېیمه نېټه د شارجه په لوبغالي کې د بنګله‌دېش او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ پیل شي او په همدې ورځ به دویمه سیالۍ د پاکستان او سریلانکا ترمنځ وي.

د ویلو ده چې د سپټمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه د دې شل اوریز نړیوال جام د تیاریو لوبې پیل شوې وې چې هرې لوبډلې په‌کې سیالۍ ترسره کړې.

د فوټسال نړیوال جام؛ د نیمه‌ پایلوبې لوبډلې معلومې شوې

د فوټسال لوبه
د فوټسال لوبه

د فوټسال نړیوال جام د منځ‌لوبو یا کوارټرفاینل پړاو سیالۍ هم بشپړې شوې او نیمه‌ پایلوبې ته د اوکراین، برازیل، ارجنټاین او فرانسې لوبډلو لار پیدا کړه.

ټاکل شوې ده چې د نیمه پایلوبې پړاو د اکټوبر میاشتې په ۲مه نېټه ترسره شي.

لومړۍ نیمه پایلوبه به د اوکراین او برازیل او دویمه نیمه پایلوبه به د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ وي.

د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې هم د لومړي ځل لپاره برخه اخستې وه چې د شپاړلس غوره لوبډلو په پړاو کې یې ماتې وخوړه.

دغه سیالۍ چې د ازبکستان هېواد په کوربه‌توب روانې دي پایلوبه به یې د اکټوبر میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.

مارک روټې د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيل کړه

د عکس ښي لور ته د ناټو مخکېنی مشر ینس سټولټنبرګ او چپ لور ته د دې سازمان نوی مشر مارک روټې
د عکس ښي لور ته د ناټو مخکېنی مشر ینس سټولټنبرګ او چپ لور ته د دې سازمان نوی مشر مارک روټې

مارک روټې چې د هالند پخوانی صدر اعظم و، نن د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيل کړه.

نوموړی نن په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د نارویژي سیاستوال ینس سټولټنبرګ ځای ناستی شو.

سټولټنبرګ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د نړۍ د دغه یوه لوی پوځي – سیاسي‌ سازمان، چې ۳۲ غړي لري، مشري وکړه.

مارک روټې داسې مهال د ناټو مشري اخلي چې د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲م کال په فبروي کې پيل شوې لا هم دوام لري او په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی دی.

په اماراتو کې د نجونو د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته چمتووالی روان دی

د استرالیا د ښځو کرکټ لوبډله
د استرالیا د ښځو کرکټ لوبډله

په متحده عربي اماراتو کې د نجونو د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته چمتووالی روان دی.

بېلابېلو سپورټي ویبپاڼو نن خبر ورکړی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کرکټ شاوخوا ۱۵۰ لوبغاړې اماراتو ته رسېدلې دي.

ټاکل شوې چې د نجونو د کرکټ دغه نهم نړیوال جام د پنجشنبې په ورځ، د اکټوبر په درېیمه د بنګله‌دېش او سکاټلنډ ټیمونو په لوبې سره پيل شي.

په دغه جام کې لس لوبډلې ټولټال ۲۳ لوبې کوي چې د دوبۍ او شارجې په لوبغالو کې ترسره کېږي.

د کرکټ مبصرینو ویلي چې د اتلولۍ لپاره د استرالیا، هند او سریلانکا پر لوبډلو حساب کېږي.

میقاتي‌: لبنان د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناک پړاو سره مخامخ دی

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي‌
د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي‌

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي‌ وایي، هېواد یې د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناک پړاو سره مخامخ دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس په وینا، میقاتي دغه څرګندونې نن سه شنبه د ملګرو ملتونو له استازو سره په یوه غونډه کې کړي دي.

د لبنان صدر اعظم ویلي، ملګري ملتونه باید سملاسي د اسراییلي پوځیانو د هوایي بریدونو له وېرې، د یو میلیون بې‌ځایه شویو کسانو لاسنیوي ته ور ودانګي.

خبر کې که څه هم لبنان ته د ورپېښ خطر نور جزییات نه‌شته، خو دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځیان نن سهار وختي د لبنان جنوب ته ننوتل او هلته یې د حزب‌الله پر اهدافو ځمکني بریدونه پيل کړل.

اسراییل دغه ځمکني عملیات محدود بللي دي.

بل لورته حزب‌الله هم ویلي چې د اسراییلو په خاوره کې یې ځینې پوځي اهداف په توغندیو او توپونو ویشتلي دي.

اسراییلي پوځ د دوی پر خاوره د حزب‌الله تازه بریدونه تایید کړي، خو ویلې يې دي چې مرګ‌ژوبله نه لري.

حز‌ب‌الله د اسراییلي پوځیانو پر اهدافو د بریدونو خبر ورکړ

د حزب‌الله جنګیالي
د حزب‌الله جنګیالي

د حز‌ب‌الله وسله‌والې ډلي ویلي چې د اسراییل په شمال کې یې د اسراییلي پوځیانو پر اهدافو بریدونه کړي دي.

دا وروسته تر دې چې اسراییلو اعلان وکړ چې نن سهار وختي یې د دوی پولې ته نژدې په لبنان کې د دوی په ټکو محدود ځمکنې عملیات پيل کړي دي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د حزب‌الله په حواله چې امریکا یې ترهګره ډله بولي لیکلي، دوی د اسراییل په میتولا سیمه کې د اسراییلي پوځیانو یوه ډله او په همدې سیمه کې د هغوی یوه غونډه په توغندیو او توپونو ویشتلې ده.

د اسراییل پوځ بیا ویلي چې ځواکونو یې نن سهار د لبنان په جنوب کې په پرتو کلیو کې ځمکني بریدونه پيل کړي دي.

د اسراییل پوځ منلې چې د حزب‌الله توغندي په میتولا او افیفیم سیمو ورغلي، خو زیاته کړې ده چې یوشمېر یې شنډ او نور یې په شاړو ځمکو لګېدلي دي.

روټې د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيلوي

مارک روټې چې د هالند پخوانی صدر اعظم و، نن د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيلوي.
مارک روټې چې د هالند پخوانی صدر اعظم و، نن د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيلوي.

مارک روټې چې د هالند پخوانی صدر اعظم و، نن د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيلوي.

نوموړی به نن په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د نارویژي سیاستوال ینس سټولټنبرګ ځای ناستی شي.

سټولټنبرګ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د نړۍ د دغه تر ټولو لوی پوځي او امنیتي سازمان، چې ۳۲ غړي لري، مشري وکړه.

مارک روټې داسې مهال د ناټو مشري اخلي چې د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲م کال په فبروي کې پيل شوې لا هم دوام لري او په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG