افغانستان کې د لاریونونو پراخېدل؛ د 'طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزو' ځیني وژلي او ټپيان کړي

کابل کې د تېرې ورځې د پاکستان ضد لاریون او اعتراضونه

‎د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لاریونونو پراخېدل او د دغو اعتراضونو د خورولو او ختمولو لپاره د طالبانو له لوري فزیکي فشارونه.

‎دغو لاریونونو کې د لاریون کوونکو په وړاندې د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزو د ځیني کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي.

‎په تازه دا ‌‌‌‌‌‌ډول پېښه کې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» د هېواد په ځینو ولایتونو کې د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

‎له دې اعتراض کوونکو دوه‌یې یوازې په هرات ولایت کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. ‎۳۵ کلن استاد بشر احمد افسري په هرات کې یو له دغو وژل شویو دی.

‎دی چې د انقلاب لېسې له پخوانیو ښوونکو و، تېره ورځ د هرات ولایت مقام مخې ته د لاریون پر مهال د طالبانو په هغو ‌‌‌‌‌‌ډزو کې ووژل شو چې د اعتراض کوونکو پر لور وشوې.

‎د استاد افسري خپلوانه فاطمه بیات په اړه‌یې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "زه فکر نه‌کړم چې هغوی دې له ازادۍ پرته کومه بله غوښتنه کړې وي، د قرانکریم په کوم ځای کې ویل شوي چې د مسلمان ورور وینه تویېدنه روا ده؟ هغوی چې ځانونو ته مسلمانان وایي باید دا پوښتنه ځواب کړي، تر څو به موږ خپل خپلوان له لاسه ورکوو؟"

هرات کې لاریونونه

‎د هرات ترڅنګ د سې شنبې په ورځ په پروان ولایت کې هم لاریون له تاوتریخوالي سره مخ شو.

‎یو شمېر اعتراض کوونکو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې طالبانو هغوی وهلي او ځیني یې له ځان سره بیولي دي.

‎د هغوی په خبره، د طالبانو له لوري د لاریون کوونکو د پاشلو لپاره د ‌‌‌‌‌‌ډزو په ترڅ کې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي، خو تر اوسه د دغو کسانو په اړه کره شمېرې نه‌دي ورکړل شوي.

‎دا لاریونونه د کابل په ګډون د افغانستان په نورو ښارونو کې هغه مهال پیل شول چې طالبان واک ته ورسېدل.

‎دا لاریونونه لومړی په کابل او هرات کې او همداسې غور، بلخ، ننګرهار، بدخشان، دایکنډي، پروان او ځینو نورو ولایتونو ته وغځېدل.

‎یو شمېر لاریون کوونکو د پاکستان او جګړې خلاف شعارونه ورکړل او د ځان د حقونو او ازادیو غوشتونکي شول.

‎له دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې د هېواد د ملي بیرغ د ملاتړ لپاره یو کس د طالبانو په ‌‌‌‌‌‌ډزو کې ووژل شو.

جلال‌اباد کې د افغانستان د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون او اعتراضونه

‎د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لږ تر لږه د لاریونونو پر مهال د ‌‌‌‌‌‌ډزو په ترڅ کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

‎ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو هڅه وکړه د لاریونونو پر مهال د طالبانو د ‌‌‌‌‌‌‌ډزو په اړه او دا چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول ادعاګانې یې په اړه مطرح کېږي د طالب ویاندویانو نظر هم واخلي، خو دا هڅې بریالۍ نه‌شوې.

‎خو تېره ورځ طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو د کابینې د اعلان پر مهال په خبري ناسته کې وویل تر هغه چې حکومت خپل کار پیل کړی نه‌وي، دا ‌‌‌‌‌‌ډول لاریونونه بې‌ګټې دي ځکه په خبره‌یې یوه ځواب ویونکې اداره نه‌شته.