په کابل کې له تاوتریخوالي او هوایي ډزو سره مل لاریون

Your browser doesn’t support HTML5

طالبان د سلګونو لاریون کوونکو د خورولو لپاره له هوایي ډزو استفاده وکړه.  د لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالي په ګډون د خبریالانو د وهلو ټکولو راپورونه هم ورکول شوي دي. دا لاریون څو ساعت وروسته له هغه پیل شو چې د "مقاومت د ملي جبهې" مشر احمد مسعود له خلکو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې دې ملي پاڅون وکړي. که څه هم طالبانو د لاریون کوونکو او خبریالانو سره تاوتریخوالی رد کړی خو پر ټولنیزو رسنیو چې کومې ویدیوګانې د لاریون کوونکو له خوا خپرې شوي په کې له لاریون کوونکو سره فزیکي چلند او د ډزو غږونه اورېدل کیږي.