په افغانستان کې وروستۍ شمېرې ښیي چې دغه هېواد د نفوسو د ترکیب له مخې له ځوان نفوس لرونکي هېوادونو څخه دی.
هغه هېواد چې له ۶۷ سلنه زیات وګړي یې له ۲۴ کلونو کم عمر لري.
له څلورو لسیزو زیاتو جګړو د افغانستان په ځانګړې توګه د دغه هېواد ځوانانو لپاره زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي.
یو شمر افغان ځوانان وایي چې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط سره په ۲۰۰۱ کال کې دا انګېرنې موجودې وې چې د افغان ځوانانو د پرمختګ لپاره یو طلایي فرصت رامنځته شوی او په اکاډمیکو بنسټونو کې له زدهکړو وروسته ځوانان کولای شي چې د هېواد په سیاسي او اقتصادي برخه کې د پام وړ رول ولوبوي.
طیب بصیر چې له ۱۶ کلنو زدهکړو او د اوزګارتیا له یوې دورې وروسته په یوه دولتي اداره کې کار موندلی وایي ځوانان په ډېره لېواتیا او شوق خپلې زدهکړې پای ته رسوي چې په دولتي اداره کې له ګمارنو وروسته خپل هېواد لپاره ښه خدمت وکړي او په پرمختک کې یې رول ولوبوي.
د ښاغلي بصیر په خبره، خو په افغانستان کې د ټولنې واقعیتونه او په دولتي ادارو کې بیروکراسۍ د دوی د تمې خلاف دي او له پوهتونونو د ځوانانو له فراغت سره ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې کېږي.
ارشیف، کابل پوهنتون
دی بېکاري، په دولتي ادارو کې د فساد شتون، ناامنۍ او د جګړو دوام د افغانستان د ځوانانو له مهمو ستونزو یادوي.
ښاغلی بصیر زیاتوي: "له بده مرغه د افغانستان روان حالات د دې لامل شوي چې ډېری ځوانان افغانستان پرېږدي چې په دې ډله کې داسې کسان هم شته چې ماسټرۍ یې کړي او له پوهنتونونو فارغان دي د دوی د کډوالۍ لامل بېکاري ده چې له هېواده بهر ووځي او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه ومومي."
ښاغلی بصیر وایي چې وروستیو جګړو له هېواده د ځوانانو د وتلو بهیر چټک کړی او په وطن پاتې ځوانان هم په نهیلۍ کې ژوند کوي.
د ده په خبره، له هېواده د ځوانانو وتل. افغاني ټولنې ته نهجبرانېدونکی زیان رسوي.
حشمتالله بهزاد یو بل افغان ځوان چې د ژورنالیزم کلونه تجربه لري وايي چې د طالبانو رژیم له نسکورېدو راوروسته حکومتونو په ځوانانو ډېره پانګونه نهده کړې.
د ښاغلي بهزاد په وینا، په تېرو دوه لسیزو کې د زدهکړې او کار کولو فرصت یوازې محدود شمېر ځوانانو ته چمتو شوی.
ښاغلی بهزاد وايي: "په دې ۲۰ کلونو کې موږ د مهاجرت پراخه څپې ولیدلې، موږ د زیات شمېر ځوانانو په نشو د روږدي کېدو او بېکارۍ شاهدان وو، دا ټول د ځوانانو لپاره لویې ننګونې دي او د تعلیمي فرصتونو نشتوالی دی."
ښاغلی بهزاد وايي په وروستیو میاشتو کې د جګړې زیاتوالی او د ولسوالیو او ولایتونو پرلهپسې سقوط د ځوانانو ستونزې لاپسې زیاتې کړې دي.
د افغانستان کندز ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه
وروستي رسمي احصائیې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۱۸،۶ سلنه ښیي چې ډېری یې ځوانان دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت دا ستونزې مني او وایي چې د ځوانانو ملي تګلاره یې چمتو او وروستۍ کړې چې د ولسمشر له لوري به لاسلیک شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ادریس الکوزي ازادي راډیو ته وویل: "دا تګلاره پنځو کلونو لپاره ده او هغه موارد چې پهکې دي، کار موندنه، روغتیا، چاپېریال ساتنه او له نشهیي توکو لیرېوالی دی همداراز د حرفو زده کول دي."
د ده په خبره، د ځوانانو پر وړاندې د ۱۱ دولتي ادارو مسؤلیتونه په دې تګلاره کې مشخص شوي دي.
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي اداره په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې د افغانستان نفوس ۳۲ ملیونه او ۹۰۰ زره اټکلوي.
د دې ادارې په وینا، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي له ۲۴ کلونو کم عمر لري.
د دې ادارې ویاندې روئینا شهابي ازادي راډیو ته وویل: "د ۱۴۰۰ کال د نفوس د اټکل له مخې زموږ د ۱۵ څخه تر ۲۴ کلونو پورې نفوس ۲۰،۶ سلنه دی."
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویانده روئینا شهابي
دا په داسې حال کې ده چې نن د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ د یونسکو سازمان لهخوا په دې نوم نومول شوې چې هر کال لمانځل کېږي.