فساد هغه پدیده چې د ورکولو په برخه کې یې د افغانستان حکومت څو کلنې هڅې له نیوکو سره مخ دي، خو تازه د دغه هېواد د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کمېسیون، د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کنوانسیون لاسلیک کړ چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د دولت ژمنتیا پیاوړې کوي.
د دغه کمېسیون رئیس عبدالقیوم نظامي د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۷» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه سند په لاسلیک سره به د فساد سره د مبارزې پروګرام لا روڼ شي.
ښاغلی نظامي زیاتوي: "موږ د عملي پلان اوږدمهاله پالېسي تر لاس لاندې لرو چې موږ سره مرسته کوي د اداري فساد سره د مبارزې د ښه کولو په برخه کې ډېر کارونه ترسره کړو. زموږ هڅه ده دا ده چې د ثبت سیستم او قضايي مدیریت همغږي کړو چې د فساد په وړاندې د مبارزې ټول بنسټونه ورته لاسرسی ولري."
ښاغلي نظامي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) راپور ته په اشارې سره وویل، دا راپور ښيي چې یاد سازمان د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت هڅو او لاسته راوړنو ته خوشبینه دی.
عبدالقیوم نظامی
یوناما له فساد سره د مبارزې په برخه کې، په خپل پنځم راپور کې چې څلور ورځې مخکې خپور شو، لیکلي چې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ستونزو ترڅنګ، افغان حکومت د فساد په وړاندې اغېزناک ګامونه پورته کړي دي.
یوناما په دغه راپور کې ټینګار کړی دی چې افغان حکومت باید په دې برخه کې نور هم جدي عمل وکړي او د دغې پدیدې عاملین پرته له دې چې نوم او موقف تهیې وکتل شي، مجازات کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر دغهشان فساد سره د مبارزې له کمېسیون غوښتي چې نړیوالو همکارانو، خصوصي برخې او مدني ټولنو سره په نږدې همکارۍ، په راڼه ډول د دولت ژمنې بیان کړي، ترڅو د فساد سرچینې او عاملین وپېژندل شي.
د اداري قساد په وړاندې د مبارزې کمېسیون وايي چې د اداري فساد سره د مبارزې د نړیوال کنوانسیون لاسلیک د افغانستان دولت مکلفوي چې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل پروګرام او د زمان له نظره د ارزونې مکمل چوکاټ له خلکو سره شریک کړي چې د دوی په باور دا کار به د یاد بهیر ژمنتیا او شفافیت لا تضمین کړي.
ارشیف، د اداري فساد نمونه د یوه مراجع له لوري یوه اداري کارکوونکي ته د بډې ورکول
د دغه کمېسیون مرستیاله فرخ لقاء اونچيزاده وايي: "کمېسیون هیلهمن دی چې دا ژمنتیاوې مرسته وکړي چې مدني ټولنې او خلک د حکومت لهخوا د شویو هڅو نه خبر شي، به ځانګړي ډول هغه هڅې چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې شوې دي او په دې برخه کې همکار واوسو."
د اداري فساد سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون تر اوسه د ۲۷ هېوادونو لهخوا لاسلیک شوی دی چې عملي کېدلیې په ویانا کې د ملګرو ملتونو د اروپايي دفتر لهخوا څارل کېږي.
فساد سره مبارزه او شفافیت افغان دولت سره د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې تولنې یو بنسټیز شرط دی، خو په دغه دولت له دې امله په وار وار نیوکې شوې دي.
افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې نړیوال لړلیک کې ښه ځای نهلري.