ایت الله علي خامنه اي د ایران د وچکالۍ ځپلي جنوب لویدیځ ولایت خوزستان خلکو ته خبرداری ورکړ چې دښمن ته دې وسله په لاس نه ورکوي.
خوزستان د ایران د ۳۱ ولایتونو په ډله کې هغه ولایت دی چې د تېلو پراخې زېرمې لري. د ایران لوی مذهبي مشر ومنله چې د اوبو کمښت جدي ستونزه ده او ویې ویل د دې سیمې خلک د اوبو د کمښت له کبله د نارضایتي د ښودلو په خاطر ګرم نه دي، خو هغه ټینګار وکړ چې خلک دې له احتیاطه کار واخلي.
خامنه اي په دې وینا کې چې د ایران د مذهبي مشر پر رسمي وېب پاڼه خپره شوه وویل، دښمن د انقلاب، هېواد او د خلکو د ګټو پرضد له هرې وسیلي کار اخلي، خو ده زیاته کړه چې خلک باید احتیاط وکړي او هغوی ته دې پلمه په لاس نه ورکوي.
خامنه اي وویل، دی د دې نارضایتي د څرګندولو په خاطر د خوزستان پر خلکو انتقاد نه کوي ځکه د ده په وینا د اوبو ستونزه کوچنۍ نه ده په تېره د خوزستان په اقلیم کې.
په دې اړه نور: ایران کې مظاهرې؛ د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېدپه همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ټولنې د ایران پر امنیتي ځواکونو تور لګولی چې د معترضانو د ځپلو لپاره یې له خورا زیات او غیر قانوني زور څخه کار اخیستی دی.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د دې تاوتریخوالي په ترڅ کې اته کسان چې یو تنکی زلمی هم په کې شامل دی وژل شوي دي.
د خوزستان ډېری اوسېدونکي اقلیت عربان دي چې تل له تبعیضي چلنده شکایت لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باشلې پرون جمعه د زمري په لومړۍ نېټه له ایراني چارواکو غوښتنه وکړه چې په خوزستان کې د معترضانو د ځپلو لپاره د بې حده زور او فشار پرځای په دې ولایت کې د اوبو د کمښت د دایمي ستونزې پر وړاندې مبارزه وکړي.
مېرمن باشلې د خوزستان اوسنی حال هغه ناورین وباله چې علت یې، د دې په وینا د اوږدو کلونو په ترڅ کې د ایران د حکومت نه پاملرنه او بې تفاوتي ده.