ترکیه کې د ناکامې کودتا پنځم کال؛ اردوغان: د خلکو د زوړتیا حق به پر ځای نه‌کړای شو

رجب طیب اردوغان رئیس جمهوری ترکیه

په ترکیه کې د ناکامې پوځي کودتا د پنځم کال د پوره کېدو په مناسبت پرون چارواکو په یو لړ مناسبتونو کې برخه واخیسته.

چارواکو د هغو کسانو یاد ته درناوی هم وکړ چې د حکومت پر ضد د پلان شویو پاڅونونو د ځپلو پر مهال مړه شوي دي.

د ترکیې چارواکي د دغو وژل شویو کسانو هدیرو ته ورغلل او د هغوی یاد ته‌یې د درناوي مراتب پر ځای کړل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مناسبتونو کې تر برخې اخیستو وړاندې په پارلمان کې د مراسمو مشري کوله.

وروسته‌یې په ځینو مناسبتونو کې برخه واخیسته چې د یوه موزیم پرانیسته هم په‌کې شامله وه، په دې موزیم کې د ۲۰۱۶م کال د جولای د ۱۵مې نېټې د ناکامې کودتا د ځپلو په یاد اثار نندارې ته ایښوول شوي دي.

پنځه کاله مخکې له پوځ څخه جلا شویو ډلو له ټانکونو، جنګي الوتکو او څرخي الوتکو په استفاده د اردوغان د حکومت د نسکورولو هڅه وکړه.

ترکي ځواکونو زکریا کوزو د ترکیې ولسمشر د وژنې د پلان په تور ونیوه، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۵مه.

وروسته په زرګونه کسان د ولسمشر اردوغان تر غوښتنې وروسته لارو سړکونو ته راووتل او د کودتا د هڅې مخالفت‌یې وکړ.

د خلکو پر ډلو د کودتاچیانو د ډزو، د پارلمان او نورو دولتي ودانیو تر بمبارۍ وروسته له ۲۵۱ ډېر کسان ووژل شول او شااوخوا ۲،۲۰۰ نور ټپیان شول.

شااوخوا ۳۵ کسان چې د ادعا له مخې د کودتا په هڅه کې یې لاس درلود، هم ووژل شول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په خپلو خبرو کې وویل، موږ به هېڅکله د هغو خلکو د زوړتیا حق پر ځای نه‌کړای شو چې موږ او زموږ ملت ته‌یې د ډیموکراسۍ سباوون راپه برخه کړ.

ترکیې تور لګولی چې د کودتا په هڅه کې د فتح‌الله ګولن په نوم هغه دیني عالم لاس لري چې په امریکا کې دېره دی او پخوا د اردوغان متحد و، خو ګولن دا تورونه رد کړي دي.

فتح‌الله ګولن

د ترکیې حکومت د ګولن شبکه د ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

د ترکیې حکومتي چارواکو ټینګار کړی چې د ګولن شبکه لا هم د ترکیې لپاره یو ګواښ دی.

ولسمشر اردوغان د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې ویلي و، د ده حکومت په دې شبکې پسې تګ ته ژمن دی، تر هغو چې وروستی غړی یې شنډ کړای شوی نه‌وي.