د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

په ترکیه کې نن د پارلمان او د ولسمشرۍ لپاره انتخابات کېږي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په تېرو کلونو کې یې په ډېره اسانۍ انتخابات ګټلي، ویل کېږي داځل له سخت ازمون سره مخامخ دی.

د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره ننني انتخابات له ټاکلې نېټې یو کال مخکې ترسره کېږي.

د دغو انتخاباتو لپاره د ۲۰۱۹ کال نومبر میاشت تعین شوې وه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اپریل کې اعلان وکړ چې تر خپل ټاکلي وخت څه باندې یو کال مخکې د جون پر ۲۴ مه یعنې نن د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات ترسره کوي.

که نوموړی دغه انتخابات وګټي د ترکیې په اساسي قانون کې د وروستي بدلون پراساس به د هغه صلاحیتونه زیات شي.

په اساسي قانون کې د وروستي تعدیل پر اساس چې تېر کال په ټولپوښتنه یاریفراندم کې تصویب شو، د ترکیې نظام له پارلماني څخه د ولسمشرۍ سیسټم ته بدلېږي چې پر اساس یې د صدراعظمي پست له منځه ځي او د ولسمشر صلاحیتونو نورهم زیاتېږي.

د ترکیې انتخابات
د ترکیې انتخابات

رجب طیب اردوغان له ۱۵ کلونو راهیسې په ترکیه کې بشپړ واک په لاس کې لري.

دغه انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په ۲۰۱۶ کال کې د ناکامې کودتا وروسته په دې هېواد کې اضطراري حالت جاري دی.

هغه مهال چې له وخته مخکې انتخابات اعلانېدل، ګومان کېده چې اردوغان به ګټونکی وي، خو نظر پوښتنې ښيي چې د ولسمشرۍ انتخابات ښايي دوهم پړاو ته وغځېږي او د عدالت او پرمختګ ګوند به له اوږدې واکمنۍ وروسته په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړي.

ویل کېږي وېشل شوي مخالف ګوندونه د اردوغان د مطلق واک په وړاندې په یوه ايتلاف کې را یوځای شوي دي.

که هېڅ کاندید پنځوس جمع یوه رایه ونه ګټله دوهم پړاو انتخابات به د جولای پر اتمه ترسره شي.

اردوغان ویلي چې که په پارلمان کې د اکثریت په ګټلو کې پاتې راشي، نو د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو هڅه به وکړي.

هغه د بریا په صورت کې خپل نوي پلانونه هم اعلان کړي چې یو یې د کابینې وړوکې کول دي.

د وزارتونو شمېر به له ۲۶ نه ۱۶ ته راکم کړي.

اردوغان ویلي چې د نویو پلانونو په عملي کېدو سره به په ترکیه کې بیروکراسي راکمه شي.

د اردوغان په وړاندې شپږ تنه کاندیدان ولاړ دي.

اردوغان
اردوغان

​ویل کېږي اصلي رقیب یې د لوی اپوزېسیون، د خلک جمهوري غوښتونکي ګوند مشر محرم اینجه دی.

هغه چې د فزیک ښوونکی دی ژمنه یې کړې چې د اردوغان واکمني به چې د ده په وینا د یوه کس واکمني ده، ختموي.

دغه راز د نورو کاندیدانو په ډله کې یو هم په ترکیه کې د کردانو زنداني سیاسي مشر سلیمان دیمیرتاش دی چې د کردپلوي د خلکو ډموکراتیک ګوند له خوا ولسمشرۍ ته کاندید شوی دی.

دیمیرتاش له وسله والو کردانو سره پر اړیکو تورن دی چې تراوسه یې محاکمه پای ته نه ده رسېدلې.

هغه پرځان لګول شوي تورونه ردکړي دي.

کردان د ترکیې د ۷۸ میلیون نفوس شااوخوا اتلس سلنه جوړوي چې عمدتاً په ختیځو سیمو کې اوسي.

ویل کېږي چې کردان به داځل د دغو انتخاباتو په نتیجه کې مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG