د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

راتلونکې یکشنبه په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات کېږي


د ترکیې خلک د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو لپاره د رأیو مرکزونو ته ځي.

د اپوزسیون ډلو او سیاسي ګوندونو ویلي چې سلګونه زره څارونکي به د دې انتخاباتو د شفافیت لپاره په ټول هېواد کې د رأیې ورکولو یو لک او ۸۰ زره مرکزونو ته واستوي.

د ترکیې اپوزسیون ګوندونه او د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې د عادلانه انتخاباتو په اړه له اندېښنو سره سره دوی غواړي، د ولسمشر رجب طیب اردوغان شپاړس کلنه واکمني ختمه کړي.

ولسمشر اردوغان په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د پارلماني او ولسمشرۍ انتخابات به له ټاکلې نېټې دوه کاله مخکې د جون په ۲۴مه نېټه ترسره شي. څارونکي وايي، اردوغان غواړي په دې توګه د خپلې واکمنۍ ستنې پخې کړي.

د اپوزسیون سیاستوال او د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې د انتخاباتو په ورځ به سلګونه زره رضاکار څارونکي د رأیې ورکولو مرکزونو ته واستوي.

د اپوزسیون ګوندونو او غیرحکومتي ټولنو پرون وویل چې ۵۱۹ زره رضاکاران او د سیاسي ګوندونو له خوا موظف څارونکي به د رأیې ورکولو یو لک او ۸۰ زره مرکزونو ته واستول شي.

ترکیه له پارلماني سیسټم څخه د داسې یوه ریاستي نظام پرلور د حرکت په حال کې ده چې ولسمشر ته خورا زیات واک ورکوي او دا بدلون به له همدې انتخاباتو وروسته پیل شي.

هغه مهال چې له وخته مخکې انتخابات اعلانېدل، ګومان کېده چې اردوغان به ګټونکی وي، خو نظر پوښتنې ښيي چې د ولسمشرۍ انتخابات ښايي دوهمې دورې ته ولاړ شي او حق ګوند به له اوږدې واکمنۍ وروسته په ۶۰۰ کسیز پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړي.

خو ښاغلي اردوغان تېره شپه ناوخته په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې که په پارلمان کې د اکثریت په ګټلو کې پاتې راشي، نو د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو هڅه به وکړي.

اردوغان د بریا په صورت کې خپل نوی پلان هم اعلان کړ او ویې ویل چې د وزارتونو شمېر به ۱۶ ته راکم کړي.

هغه وویل، د ده د صدارت پرمهال وزارتونه ۳۷ و، ده ۲۶ ته راکم کړل او اوس به لس نور هم ترې کم کړي.

اردوغان زیاته کړه چې د نوي سیسټم له عملي کېدو سره به په ترکیه کې بیوروکراسي راکمه شي.

د اپوزسیون له ګوندونو جوړ ملي ائتلاف چې په هغو کې سیکولر جمهوري غوښتونکی ګوند، ښي اړخی منځلاری جریان چې د ښه ګوند په نوم یادېږي، سعادت اسلامي ګوند او ډموکرات ګوند شامل دي، درې کاندیدان لري.

همداراز د کردانو پلوي جریان د خلکو ډموکراتیک ګوند خپل زنداني رهبر سلیمان دیمیرتاش د کاندید په توګه اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG