سلګونه کورنۍ د کندز له جګړو بدخشان ته تښتېدلي

Your browser doesn’t support HTML5

شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ له کندزه بدخشان ته د طالبانو او دولتي ځواکونو د وروستیو جګړو څخه تښتېدلي. د جګړو بې‌ځایه شوي وايي د طالب جنګیالیو له‌خوا دوی له کورونو په زوره ایستل شوي او د دوی کورونه سوځول شوي دي. اوس دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ خپلې ورځې او شپې د فیض‌اباد ښار په یوه ځنډه کې په ازاده فضا کې تېروي.