هغه نجلۍ چې د نارینه و سره وزلوبه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

ملکه رجبووا هغه پيغله ده چې تاجکستان کې د وزلوبې په سیاليو کې ګډون کوي. دا لومړنۍ تاجکستانۍ پیغله ده چې وزلوبه کوي. ملکه رجبووا وايي، که څه هم د کورنۍ غړو او خپلوانو یې له دې کار سره مخالفت کړی او وزلوبه یې نارينه ورزش بللی خو هغې دوی ته غوږ نه دی نیولی او د خپلې خوښې لوبه تعقیبوي. په‌دې راپور کې د تاجکستان د وزلوبې یوازینۍ ښځېنه ورزشکارې سره اشنا شئ.