افریقا ته د کرونا ضد واکسین لېږل 'تقریباً په ټپه' درېدلي

ارشیف، جنوبي افریقا ته د کرونا ویروس ضد جانسن انډ جانسن واکسین د استولو لړۍ

د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) وايي، افریقا ته د کرونا ضد واکسین د لېږلو چارې تقریباً بېخي په ټپه درېدلي، خو دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو اوونیو کې په دې لویه وچه کې د دغه ویروس خپرېدا اوج ته رسېدلې ده.

په همدې منځ کې د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې خپل اضافي واکسین به نورو هېوادونو ته ورکړي.

تېره اوونۍ یوازې په جنوبي افریقا هېواد کې د کرونا ویروس پېښې په سلو کې ۶۰ زیاتې شوي او دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د جانسن انډ جانسن واکسین د تطبیق چارې له ستونزو سره مخامخ دي.

دا واکسین یو دوز ورکول کېږي.

د جانسن انډ جانسن تر یو ملیون دوزه ډېر واکسین د جنوبي افریقا د درمل جوړولو په یوه فابریکه کې دې ته منتظر دي چې د امریکا متحده ایالاتو د درملو او خوړو اداره‌یې تأیید کړي چې دا واکسین خوندي دی.

د کرونا ویروس ضد جانسن انډ جانسن واکسین

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جون په درېیمه یو پلان اعلان کړ چې پر اساس به‌یې دا هېواد خپل 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د نړۍ له نورو هېوادونو سره تر ډېره د ملګروملتو تر څارنې لاندې د نړیوال کوواکس واکسین پروګرام له لارې شریکوي.

سپینې ماڼۍ مخکې ویلي و، د روان جون تر پایه پورې به نورو هېوادونو ته ۸۰ ملیون دوزه واکسین ورکړي. سپینې ماڼۍ ویلي چې په سلو کې ۲۵ تولید شوي واکسینونه زېرمه کوي چې په بېړنیو حالاتو کې یې خپلو متحدانو ته ورکړي.

بایډن په داسې حال کې له نورو هېوادونو سره د واکسین د مرستې اعلان وکړ چې په متحده ایالاتو کې واکسین ته اړتیا خورا کمه شوې ده ځکه چې د دغه هېواد په سلو کې ۶۳ بالغانو لږترلږه یو دوز واکسین کړی دی.

په دې اړه نور: جو بایدڼ: خپل د کرونا ضد واکسین مرستې ۷۵ سلنه کواکس ته ورکوو

چین وايي چې تېره میاشت‌یې یوازې په ۵ ورځو کې ۱۰۰ ملیون ئوزه خپل واکسین ورکړی او اوس د دغه هېواد ۱،۴۰۰ ملیون وګړو څخه ۶۸۰ ملیونه واکسین شوي دي.

د چین د عامې روغتیا چارواکي هیله لري چې د روان کال تر پایه پورې د دغه هېواد په سلو کې ۸۰ وګړي واکسین شي.