د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

رومانیا او ایټالیا له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکو ته د کرونا ضد واکسین پیلوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د اروپايي ټولنې اجرایيوي ادارې د مې میاشتې په یودېرشمه نېټه تایید کړه چې تر دوولسو کلونو لوړ عمر لرونکي کوچنیان د کووېډ-۱۹ واکسین کولای شي.

د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه اوس کولای شي پرېکړه وکړي چې ایا د واکسین کمپاین به تر کوچنیانو وغځوي که نه؟

د رومانیا صدراعظم فلورین سیتو وویل چې دوولس کلن او تر دوولسو کلونو لوړ عمر لرونکي کوچنیانو ته به د جون په لومړۍ نېټه چې نن ده، د کووېډ-۱۹ واکسین پیل شي. د ايټالیا حکومت بیا وویل چې د ځوان کوچنیانو لپاره به واکسین ته اجازه ورکړي.

ټاکل شوې ده، نور د اروپايي ټولنې هېوادونه هم ورته پرېکړه وکړي، که څه هم یو شمېر هېوادونه ښايي لومړی لویان او هغه کوچنیان واکسین کړي چې له مخکې روغتیايي ستونزې لري.

د رومانیا صدراعظم
د رومانیا صدراعظم

فایزر واکسین له مخکې لا په کاناډا او امریکا کې تر ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکو کوچنیانو لپاره تایید شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا او اروپا دواړو کې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې واکسیناسیون روان دی، د مثبتو پېښو شمېر کم شوی او بندیزونه مخ پر لېرې کېدو دي.

په امریکا کې نیمایي بالغ کسان واکسین شوي او خلکو بېرته سفرونه پیل کړي دي. د اتلانتیک د دواړو غاړو پرته په نورو ځایونو کې اوس هم کرونا ویروس یو تهدید دی.

مالیزیا نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) د دوو اوونیو لپاره بشپړه بندیز اعلان کړ، ځکه په وروستیو اوونیو کې د مثبتو پېښو شمېر د پام وړ لوړ شو.

په تایوان او ویتنام کې هم د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي.

په جنوبي امریکا کې پیرو اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تر څه موده مخکې پرتله دوه چنده زیات شوی دی.

په لاتین امریکايي هېوادونو کې برازیل او مکسیکو له دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې مړینې ثبت کړي دي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG