په کابل کې یو شمېر سفارتونو، ملګرو ملتونو او د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټونو د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو ګواښ سخت غندلی دی.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټویټر له لارې خبرداری ورکړ، که خبریالان په یو اړخیز ډول حکومتي خبرونه خپاره کړي جدي چلند به ورسره وشي.
- امریکا
د امریکا متحد ایالاتونو خبریالانو ته د طالبانو ګواښ وغانده او په افغانستان کې یې د ازادو رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې ولیکل چې موږ ټول پوهېږو چې د طالبانو تبلیغاتي ماشین تل په واقعیتونو کې لاس وهنه کوي، څو هغه تورونه چې دې ډلې ته متوجه دي په بله واړوي.
وېلسن په ټویټر کې په سختو ټکیو د افغانستان پر رسنیو تیری او د خبریالانو د غږ د غلي کولو په خاطر د طالبانو اقدام غندلی.
- بریتانیا
په کابل کې د بریتانیا سفارت هم په ټویټونو کې لیکلي دي چې طالبانو د رسنیو د ازادۍ له ورځې دوې ورځې وروسته په افغانستان کې خبریالان تهدید کړي دي.
د دې سفارت په ټویټ کې هم د افغانستان له ازادو رسنیو حمایت شوی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي 'یوناما' بیا ویلي دي چې د رسنیو پر وړاندې هر راز ګواښ غندي.
یوناما په ټویټر کې له ټولو لوریو غوښتي دي چې د خبریالانو لپاره چاپيریال سم کړي، چاپيریال دې نه محدودوي او پرانېستې ټولنې دې نه بندوي.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ یو شمېر رسنیو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د حکومت له پلویتوبه دې ډډه وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ولیکل چې یو شمېر رسنیو یو اړخیز تبلیغات پيل کړي دي او د دوی شاته د افغانستان د ملي امنیت اداره ده.
د طالبانو په وینا که د رسنیو له لوري د ناسمو او درواغو خبرونو خپرېدل ادامه پیدا کړي، مسوولیت به یې بیا د دوی د مسوولینو او کار کوونکو په غاړه وي.
بل لور ته د ولسي جرګې یوه غړي عارف رحماني تور پورې کړ چې د ملي امنیت عمومي رئیس د چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په ورځ په یوه سري غونډه کې ویلي دي چې د یو شمېر ټلوېزیونونو تبلیغات د طالبانو لپاره حیراوونکي دي.
په دې اړه نور: د طالبانو تازه تور ته د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غبرګوند رحماني په وینا ښاغلي سراج ویلي چې دا د بیان ازادي نه ده، د بیان له ازادۍ ناسمه استفاده ده او د زغم نه ده، خو د ملي امنیت عمومي ریاست تېره شپه په خبرپاڼه کې څرګنده کړه چې د دې ادارې د رییس ضیا سراج خبرې سمې نه دي رااخیستل شوي، دا له حقیقته لېرې تعبیر شوي او د افغانستان د ملي امنیت ریاست په تیرو شلو کلونو کې رسنیو ته د لاسته راړونو د یوه اصلي ساتونکي په سترګه ګوري.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مسوول صدیق الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، د ملي امنیت اداره چې د رسنیو له لوري د ناوړه ګټه اخېستنې هر راز سند لري باید هغه شریک کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مسوول صدیق الله توحیدي
ده طالبانو ته هم دا پیغام ورکړ چې هغه رسنۍ دې مشخصې کړي چې یو اړخیز راپورونه ورکوي.
ښاغلي توحیدي وویل چې د افغانستان رسنۍ ازادې او خپلواکې دي: "دا اعتراضونه بله مسئله هم څرګندوي چې د افغانستان رسنۍ بې پرې خپرونې لري د دې لپاره چې د شخړو یو اړخ هم ترې خوښ نه دی. د منازعې اطراف هغه وخت خوشاله کېږي چې د دوی په خوښه خپرونه وشي او د دوی لپاره پروپاګند وشي."
په دې ترڅ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی ویلي دي چې دا خبرداریانې د دې څرګندونه کوي چې هره ورځ په افغانستان کې د بیان ازادي محدودیږي.
دا اندېښنې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې تېرکال په افغانستان کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون ۱۱ خبریالان او د رسنیو کاروونکي ووژل شول.
سږکال تراوسه څلور خبریالان د امنیتي پېښو پرمهال وژل شوي دي.
په دوه زره شلم کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره دوهم مرګونی هېواد وبلل شو او په داسې حال کې چې دا ګواښونه ختم شوي نه دي تازه ګواښونه پرې ور زیات شوي دي.