د مسکو غونډه افغان سولې لپاره څومره اغېزمنه او د کومې ډلې په ګټه به تمامه شي؟

ارشیف،

نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته پیلېږي چې درې ورځې دوام کوي. په مسکو کې نننۍ ناسته د افغان سولې خبرو د چټکتیا په هدف ترسره کېږي.

په دې ناسته کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي هم برخه اخلي.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ دولس کسیز پلاوی مسکو ته رسېدلی دی.

د سولې په چارو کې دولت وزیر سیدسعادت منصور نادری، د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزی، متین بېګ، احمدنادر نادري، حبیبه سرابي د دې پلاوي نور غړي دي.

افغان دولس کسیز پلاوی مسکو ته رسېدلی دی.

دغه شان د ولسي جرګی رئیس میر رحمان رحماني، د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزید یار، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، مارشال عبدالرشید دوستم، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او کریم خلیلي هم دې ناسته کې د ګډون په هدف مسکو ته رسېدلي دي.

د مسکو ناستې ته طالبانو هم د ملا برادر په مشرۍ خپل لس کسیز پلاوی استولی دی.

په مسکو کې د افغان سولې لپاره دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان کې تر بل هر وخت تاوتریخوالی زیات شوی او د دې بهېر په اړه خلک هم نهیلي ښکاري.

اوس د مسکو ناسته څومره کولی شي خلکو ته د افغان سولې په اړه مثبت تصویر وړاندې کړي؟

په لندن کې د سیاسي چارو شنونکی، عارف سحر ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د جمهوري نظام پلاوي کې د ښځو، مدني ټولنو او د خلکو رښتینو استازي نشته، خو دی وایي، بیا هم د دې ناستې پایلو ته خوښ دی.

په دې اړه نور: مسکو غونډې ته په تلونکي پلاوي کې یوازې یوه مېرمن؛ یو شمېر غبرګونونه پارولي

د ښاغلي سحر په خبره د مسکو ناسته کولی شي د افغان سولې بهېر په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړي او د مذاکراتو اصلي لورو حکومت او طالبانو ترمنځ د جدي او اوږد مهالو خبرو لپاره زمینه برابروي.

خو د نوموړي په خبره که ناسته سمه مدیریت نه شي د افغانستان لپاره به لوی خطر رامنځته کړي: "لومړی که دا ناسته سمه مدیریت نه شي، کیدای شي افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د هېوادونو د منفي سیالیو په ډګر بدل شي، خو که سمه مدیریت شي کولی شي په راتلونکي کې د خبرو لپاره ښه زمینه برابره کړي."

دغه شان په قرغزستان او قزاقستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عزیز اریان فر چې اوس جرمني کې ژوند کوي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تېرو شلو کلونو کې روسیې د افغانستان په چارو کې ښکاره ونډه نه درلوده، خو بیا هم یاد هېواد نه شي کولی د افغانستان اساسي مسایلو کې بې تفاوته پاتې شي.

د ښاغلي اریان فر په خبره، دغه ناسته له امریکا سره په همغږۍ جوړیږي او زلمي خلیلزاد په کې ډېر نقش درلود.

دی باور لري چې روسیه او امریکا دواړه په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت غوښتونکي دي هغه حکومت چې ښايي طالبانو ته په کې لویه برخه په نظر کې نیول شوي وي .

په دې اړه نور: د سولې په اړه د امریکا پلان کې مؤقته اداره او د اوسني حکومت د بدلون غوښتنه شوې

په ورته وخت کې په مسکو کې مېشت افغان خبریال فاروق فردا په دې نظر دی چې ښايي د دې ناستې پایلې مطلوبه نتیجه ونه لري: "په حقیقت کې دا غونډه د افغان سولې په بهېر مثبت اغېز نه لري خو روسیه هڅه کوي چې یوازې دې خبرو کې خپل ځان ورګډ کړي او د همدې لپاره زمینه برابره کړي."

له دې سره عام افغانان هم له دې ناستې ځیني غوښتنې لري.

د کابل پوهنتون محصله هیله هدایي وایي، د مسکو ناسته کې باید په دوحه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د ښځو د حقونو پیچلي او ګونګې مسئلې روښانه شي: "په دوه لسیزو کې چې افغانو ښځو د زده کړو او کار برخې کې چې کومې لاسته راوړنې ترلاسه کړې او یا دولتي او خصوصي سکټورونو کې یې فعالیتونه کړي دا باید خوندي وساتل شي او په دوه لسیزو کې د هغوی د هڅو ښه استازولی باید وشي."

د کابل ښار بل اوسیدونکي اسحاق وایي: "سوله باید راشي که په هر قیمت وي، که دلته دولت دی که طالبان، هر اړخ چې وي باید قرباني ورکړي، هر څوک باید تر خپل وس پورې قرباني ورکړې ځکه افغانان نور له جګړې ستړي دي."

د افغان سولې په اړه د مسکو له ناستې وروسته د روانې میاشتې په ۲۸مه د ا ستانبول ناسته هم ترسره کیږي.

په دې اړه نور: ترکیه د اپرېل میاشتې لومړیو کې د افغانستان سولې په اړه د غونډې کوربه‌توب کوي

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي و چې د افغان سولې په برخه کې د هر ډول هڅو هرکلی کوي.

له دې وړاندې ویل کېدل چې د مسکو او ترکیې ناستې د دوحې له خبرو سره په ټکر کې دي هغه څه چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر او د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې جلینا پورتر رد کړ او ویلي دي چې دا ناستې د بین الافغاني مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره جوړیږي.

په دې اړه نور: سوله؛ امریکا: د مسکو غونډه به دوحه کې د بین الافغاني خبرو ځای ونه نیسي

اوس ټول په دې تمه دي چې د افغان سولې د بهېر پیاوړتیا لپاره د مسکو او ترکیې ناستې څومره اغېزمنې تمامېږي او د تاوتریخوالي کچه کموي.