ولسي جرګې بېګاه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دې جرګې مشر میر رحمان رحماني او د ولسي جرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالقادر ځاځی وطندوست د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تېر ماښام روسیې ته ولاړل .
دوی د هغه دوولس کسیز لېست لومړني کسان دي چې د مسکو غونډه کې د افغانستان د دولت استازیتوب کوي.
د ملي مصالحې عالي شورا وایي، دا پلاوی چې مشري یې د یادې شورا رئیس عبدالله عبدالله کوي، نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) مسکو ته ځي.
په دې اړه نور: عبدالله عبدالله سبا په مسکو غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځيد دې شورا سلاکار مجیبالرحمن رحیمي رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، له یو شمېر سیاسیونو پرته به، د افغانستان پلاوی په یوه دریځ دې غونډې ته ورشي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي: "دې غونډه کې یو شمېر سیاسیون او مشران بلل شوي دي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي مصالحې عالي شورا تر چتر لاندې دې غونډه کې ګډون کوي او د افغانستان اسلامي جمهوریت لید لوری به په یوه واحد دریځ کې مطرح شي."
ښاغلي رحیمي د هغو پاتې کسانو نومونه هم تایید کړل چې د افغانستان په استازولۍ به د مسکو په غونډه کې برخه ولري.
په دې اړه نور: د مسکو غونډې لپاره د افغان حکومت د پلاوي نوملړ خپور شوپه دې لېست کې:
- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی.
- د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم .
- پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي.
- د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار.
- د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري.
- د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزی.
- د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري.
- حبیبه سرابي.
- متین بېک.
- او د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار د دې پلاوي نور غړي یاد شوي دي.
دا غونډه سبا / د مارچ پر اتلسمه د مسکو په کوربتوب جوړیږي. د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین او پاکستان لوړپوړي ډیپلوماتان هم وربلل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د دې هېواد په استازیتوب مسکو ته ولاړ شي.
ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې هڅو د یوې برخې په توګه کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پرون سې شنبه (د کب۲۶مه) پای ته ورساوه.
په دې اړه نور: خلیلزاد کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوهامریکا د مسکو ناسته د افغانستان د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د را خپلولو یوه هڅه بولي.
طالبانو هم ویلي چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه حساس پړاو ته رسیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره په ترکیه کې د افغانستان، امریکا، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان په ګډون د یوې غونډې د جوړېدو غږ کړی چې تمه ده د اپرېل میاشتې په لومړیو کې جوړه شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو او ترکیې له غونډو هرکلی کړی دی.