د ملي مصالحې عالي شورا یوه چارواکي په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه وبلله.
په پام کې ده، دغه غونډه را روانه پنجشنبه د مسکو په کوربه توب وشي چې د طالبانو لوري هم په کې د خپل پلاوي د ګډون ډاډ ورکړی دی.
د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري، تېره شپه ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه غونډه د سولې لپاره یو فرصت وباله.
مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه ده.
نوموړي وویل: "دې ته په پام سره چې په افغانستان کې شرایط بحراني، نازک او د اندېښنې وړ دي، دغه راز د نړۍ د هېوادونو پاملرنې ته په کتو، مسکو ته د ښاغلي عبدالله عبدالله سفر د افغانستان د سولې پروسې د برخلیک لپاره ډېر مهم، بنسټیز او حیاتي دی. هیله من یو د طالبانو ډله له دغه راغلي فرصته د افغانانو د ګټو لپاره کار واخلي او پام ورته وکړي."
دا لا معلومه نه ده چې د افغانستان د دولت د پلاوي په ترکیب کې چې مشري یې عبدالله عبدالله کوي، نور کوم کسان شامل دي؟
د نورو سیاستوالو تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې د مسکو غونډه کې ګډون کوي.
په دې اړه نور: سوله؛ عبدالله د افغان دولت په استازیتوب د مسکو غونډه کې ګډون کويپه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۰ کسیز پلاوی هم د مسکو غونډه کې ګډون کوي.
دی وايي: "د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ به د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړی لس کسیز پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي."
دا چې د مسکو غونډه د افغانستان د سولې پروسې له چټکتیا سره څومره مرسته کولی شي؟ په روسیه کې مېشت افغان تحلیلګر شېرحسن حسن د ازادي راډیو دا پوښتنه د یوې مرکې په بڼه ځواب کړې، د دغه تړوني په کېکاږلو سره یې واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان دولت او طالبان د مسکو په غونډه کې د ګډون دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه شپه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو او پرون په کابل کې د افغانستان له دولتي مشرانو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانتوني بلېنکن په غوښتنه د افغانستان د روانې کشالې د ښکېلو لوریو ترمنځ راروانه میلادي میاشت په استانبول کې هم غونډه جوړېږي.
په دې اړه نور: ترکیه د اپرېل میاشتې لومړیو کې د افغانستان سولې په اړه د غونډې کوربهتوب کويد دغو غونډو د جوړولو هدف په افغانستان کې د دایمي اوربند پر امکاناتو بحث، د سولې پروسې چټکتیا او دې پروسه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول ښوول شوي دي.