هنرمندې ګوتې - د ماریه حسېن حبیبي انځورګري

رویا
هیندارې په افغان کلتور کې مهم رول لري. موږ د اینه مصحف غوندي دود لرو خو هیندارې په کالو کې هم ګنډو. په دغه عکس کې ۱۳۰۰ وړې هیندارې کارول شوي دي.
دا انځور د رویا دی، یوه پياوړې او پر ځان باوري ښځه چې د خپل ښه راتلونکي لپاره هیلې لري.

خوشالي
په سادګي کې ښکلا ده. دا په کور کې د یوې ښادۍ انځور دی. ښځې دایرې وهي او نڅاوې کوي او کوچنیان تلویزیون ګوري.

کنډوالې
خلک حیران پاته وو چې ما د ځينو تخریب شویو ځایو عکسونه اخیستل، خو ماته په همدغو کنډوالو کې ښکلا ښکارېده.

ماریه حسېن حبیبي په خپله ستوډیو کې. شاته د رنګین په نوم د دې تابلوګانې لیدل کیږي.

د دې رسامۍ نوم ((خپلو ريښتو ته ستنېدل)) دی. په دغه تابلو کې ماریه غوښتلي چې افغانستان ته د دې د تګ تجربه او احساس انځور کړي.
ماریه وايي: یوه کوچني هلک ماته وویل چې له خور سره یې عکس واخلم. خور یې ډېره شرمېده او هڅه یې وکړه چې له ما پټه شي. دلته مې هغوی انځور کړي دي.

د یوې افغان ښځې انځور 

د ځوانۍ مرګ
دا انځور د ایراسموس نړیوالې پروژې لپاره جوړ شوی. د جرمني، ترکیې او پولینډ پوهنتونو په دې نندارتون کې برخه اخیستې وه. افغان ښځې د ټولنې اساس ږدي خو سړي سالاري له دوی سره ظلم کوي. دوی ډېری وختونه په ذهني او فزیکي توګه له ځپنې سره مخامخ کیږي او تل یې ښه نوم د بدېدو له خطر سره مخامخ وي. په ډېری کورنیو کې د ښځو ژوند د هغې له ښه یا بد نوم سره برابر ګڼل کیږي.

دا انځور ((حویلي)) نومیږي
د دې ښځې ټول سلطنت همدا سرای دی چې ورباندي سیمي دېوال راګرځېدلی. دا ښځه د مېلمنو هرکلی کوي او لوڼې يې شاته ولاړې دي.

 
په جلال اباد کې پلی تګ
دا انځور په جلال اباد کې د یوې لمرینې ورځې دی. یو شمېر ښځې کور ته ورسیدې خو په دروازه کې يې په یاد شول چې د کور کیلۍ یې هیرې شوې دي.

انا او لور یې
د کورنۍ مشران لکه خزانه داسي وي ځکه دوی د پخوانیو وختونو هیرې شوې کیسې په یاد او ژوندۍ ساتي. که دوی له دې نړۍ وکوچیږي هم کیسې يې پر موږ اغېز لري.

یوه ورځ 
په دې انځور کې د افغانستان یوه ارامه او له امنه ورځ انځور شوې ده.

په ارنهیم، ندرلیند کې نندارتون. شاته د ماریه حسېن حبیبي جوړ کړي انځورونه لیدل کیږي.

کوچنیوالی
په افغانستان کې د ماریه حسېن حبیبي د کوچنیوالي یوازي یو څو عکسونه پاته دي. دا انځور د دې د یوه عکس دی. د دې کورنۍ د جګړې له کبله اړه شوې وه چې خپله ټوله شتمني په افغانستان کې پریږدي.