د ارزګان خلک: طالبانو دې د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي

ارشیف

د ارزګان خلک له طالبانو غواړي، چې کور په کور دې د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.

طالبان د ارزګان د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي، د تېرو پنځو کلونو راهېسې د کور په کور واکسینو مخه نیولې ده.

ځايي خلک وايي، دا چاره ددې سبب شوې، چې یو شمېر ماشومان د پولیو له واکسین پاتې شي.

نور تفصیل له ترینکوټ څخه د شریف الله شرافت په راپور کې، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور