د ملالۍ کپ د ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ نن یکشنبه (د لېندۍ ۲۳مه) په کابل او د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې پیل شوې.
په دغه سیالۍ کې د شپږو ولایتونو ۳۰ تنو ښځینه ورزشکارانو برخه اخېستې وه.
دا سیالۍ د بایسکل ځغلونې ملي ټیم لپاره د لوړو استعدادونو په ګوته کولو او د بهرنیو سیالیو لپاره د چمتوالي په هدف ترسره کېږي.
ښځینه بایسکل ځغلونکې د سولې په هیله د پلازمېنې په ارامه فضا کې سيالي کوي.
دا لوبغاړې د ملالۍ کپ ګټلو او د غوره لوبغاړو په توګه د غوره کېدو په هدف سیالي کوي.
له کابل، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب او غزني څخه دغه۳۰ ښځینه بایسکل ځغلوونکو له المپیک کمېټې څخه د قرغې بند پورې ۲۰ کیلومتره لاره وهلې.
د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د ښځینه لوبغاړو د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس فضل احمد فضلي وايي، د دې سیالیو یو بل هدف د بایسکل ځغلونې بهرنیو سیالیو لپاره چمتووالی هم دی.
ښاغلی فضلي زیاتوي: "زموږ بله موخه د ښځو وړتیاوې ښودل دي. په اسلام کې د نارینه او ښځو حقوق مساوي دي او ښځې هم لکه د نارینه وو په څېر، باید د ټولنې په ټولو برخو کې برخه ولري، په ځانګړي ډول سپورټ کې."
په دې اړه نور: د ملالۍ جام په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ وشوېد ښځو د بایسکل ځغلونې ملي ټیم روزونکې رخسار حبیب زۍ وايي، دا سیالۍ دوستانه دي، څو نجونې وکولی شي په ورزش برخو کې خپلې وړتیاوې وښیې.
نوموړې وايي: "که خبرې د طالبانو په ګټه پای ته ورسېږي، نو موږ ځوانان به غلې پاتې نه شو او موږ به له خپلو حقونو دفاع وکړو. موږ له حکومته غواړو چې د سولې په خبرو کې د ښځو شتون ډاډمن کړي."
سمیرا چې له فاریابه یې دې سیالیو کې ګډون کړی وايي، هیله منه ده چې په ټول هېواد کې سراسري امنيت ټينګ شي، څو د هېواد په هر ګوټ کې په سیالیو کې ګډون وکړای شي.
نوموړې وايي: "د سولې پروسه روانه ده. موږ غواړو هغه لاسته راوړنې خوندي کړو چې موږ د قربانیو په ورکولو سره ترلاسه کړي دي او هيله لرو چې افغانستان ته امنیت راشي."
په کابل کې د ملالۍ کپ د بایسکل ځغلونې سیالۍ په داسې حال کې پيلېږي چې لا هم له ناامنیو شکايتونه موجود دي او لا تر اوسه په قطر کې د سولې د خبرو برخلیک هم نه دی روښانه شوی.