د ټرمپ او بایډن لومړنۍ مناظره له لفظي شخړو سره مله وه

د ډونالډ ټرمپ او جوبایډن دا یو نیم ساعته مناظره د اوهایو ایالت په کلویلند کې وشوه چې له پيله کاندیدانو پر یو بل لفظي ګوزارونه کول.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو کاندیدانو ډونالډ ټرمپ او جوبایډن لومړنۍ ټلویزیوني مناظره له لفظي ګوزارونو سره مله وه.

جوبایډن ټرمپ یو مسخره او د پوتین لاسپوڅی وباله او په یوه برخه کې یې هغه ته وویل چې "خوله بندوې" که نه؟

جوبایډون

د ډونالډ ټرمپ او جوبایډن دا یو نیم ساعته مناظره د اوهایو ایالت په کلویلند کې وشوه چې له پيله کاندیدانو پر یو بل لفظي ګوزارونه کول.

ټرمپ پر خپل سیال بایډن لفظي بریدنه کول، خو بایډن هم ډانګ پیلي ځوابونه ورکول.

د ډیموکراټانو نوماند جوبایډن ټرمپ یو دروغجن، مسخره او د پوتین لاسپوڅی وباله خو ټرمپ هم په ځواب کې بایډن ته کیڼ اړخی افراطي ووایه او څو واره یې هغه له افراطیانو سره تړلی وباله.

مناظره تر ډېره د امریکا په کورنیو مسئلو لکه د کرونا ویروس پر مدیریت،اقتصادي کمزوریو، توکمپالنې او د قانون د حاکمیت پر مسئلو متمرکزه وه.

د کرونا ویروس د مدیریت په برخه کې د ټرمپ پر ادارې باندې د جوبایډن له خوا د کم کارۍ نیوکې وشوې او ویې ویل چې دوه لکه کسان مړه شول خو ټرمپ وویل که دا وبا د جوبایډن په اداره کې راغلې وای،ښايي دوه میلیونه امریکایان به مړه شوي وو.

ډونالډ ټرمپ

د توکمپالنې پر لانجمنه موضوع هم دواړو کاندیدانو په یو بل نیوکې وکړې.

د قانون د حاکمیت په برخه کې چې جوبایډن د ډیموکراټانو مخکینۍ اداره بریالۍ بلله د ټرمپ له نیوکو سره مخ شو او ويې ویل په اکثرو هغو ښارونو کې پېښې شوي چې والیان او ښاروالان یې ډیموکراټان دي.

د مناظرې پر مهال یو پر بل تورونه او د هغو ردول دومره تکرار شول چې له امله یې د فاکس نیوز ویاند یا د مناظرې کوربه کریس والس څو ځله غصه معلوم شو.

کرونا وبا پر مناظرې سیوری غوړولی و، ځکه د مناظرې پېل کې د لاس ورکولو دود هم ترسره نه شو.

مناظرې ته د کلویلند د یوه پوهنتون په تالار کې له سلو کم کسان راټول شوي وو.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې څه باندې میاشت وروسته د نومبر په درېیمه نېټه ترسره کېږي.

په دغو ټاکنو کې به د کرونا وبا له کبله تر ډېره له پوستي رایو یا د لیک له لارې رایې اچونې نه استفاده وشي، ټرمپ له وړاندې ویلي چې د دغه ډول رایې اچونې له کبله به ټاکنې له درغلیو ډکې شي.

ډونالډ ټرمپ وویل، ټاکنو کې به ماتې ونه مني، خو سیال یې بایډن بیا امریکایان وهڅول چې په هره هغې لارې رایه ورکړي چې ښه وي او ټرمپ یې له رایې ورکونې نه شي منعه کولای.