د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

ټرمپ: ډیموکراتان هڅه کوي په ټاکنو کې درغلي وکړي


ټرمپ په دې باور دی چې غیر حضوري رای اچونه درغلیو ته لار جوړوي. 
ټرمپ په دې باور دی چې غیر حضوري رای اچونه درغلیو ته لار جوړوي. 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غیر حضوري رای اچونې کلک مخالف دی خو سیال یې جوبایډن خلک هڅوي چې رایه ورکړي.

ټرمپ وايي ډیموکراټان له دې لارې په ټاکنو کې درغلي کوي.

غیر حضوري رایه ورکول د هغو خلکو لپاره ده چې نه غواړي د ټاکنو په ورځ د رایې اچونې مرکز ته ولاړ شي.

ټرمپ په دې باور دی چې غیر حضوري رای اچونه درغلیو ته لار جوړوي.

هغه زیاتوي: "هغوی غواړي اتیا میلیونه رای پاڼې ولېږي، دا ډیموکراټان دي، دوی هڅه کوي چې په دې ټاکنو کې درغلۍ وکړي."

غیر حضوري رای اچونه د رایې هغې کارونې ته وايي چې خلک د پُست له لارې رای پاڼه د ټاکنو مرکز ته لیږي او یا د انټرنیټ له لارې خپلې خوښ وړ کاندید ټاکي.

دې ډول ټاکنو کې هغه کسان برخه اخلي چې غواړي د رایې اچونې مرکز ته ولاړ نه شي یا په بیلابیلو دلیلونو ترې لرې پاتې وي.

ټرمپ چې له اول سره د غیر حضوري ( پُست له لارې یا د انټرنیټ په وسیله ) د رایې له کارولو سره مخالف و دا وروستۍ څو ورځې یې غبرګون لا پسې جدي شوی او د ډېرو پام یې ور اړولی.

که ټرمپ ماتې وخوري چمتو دی واک په سوله ییزه توګه وسپاري؟

دا هغه پوښتنه ده چهارشنبه ماښام له ټرمپ پوښتل شوې خو ټرمپ ټینګار وکړ چې د واک کومه سپارنه به نه وي بلکې د ده تداوم به وي.

نوموړي وویل: " موږ به وګورو چې څه کېږي، تاسو پوهېږئ چې ما د پُست ( له لارې) د رایې د کارولو په وړاندې سخت شکایت کړی او د پستې له لارې رایه ورکول یوه غمیزه ده، د پست له لارې رایه ورکول باید له منځه ولاړ شي، د واک کوم انتقال به نه وي، یو تداوم ( د ټرمپ دوره ) به وي."

ټرمپ ویلي چې د امریکا ټاکنې به د دغه هېواد سترې محکمې ته راجع شي او دا محکمه به یې په اړه پرېکړه کوي.

د واک د سوله ییز انتقال په اړه د ټرمپ څرګندونو ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

کله چې د ولسمشرۍ ټاکنو له ډیموکراټ کاندید د ټرمپ په څرګندونو د نظر غوښتنه وشوه هغه وویل چې ټرمپ ډېر غیر منطقي شیان وايي.

جوبایډن
جوبایډن

جوبایډن وویل: "موږ په کوم هېواد کې یو؟ وګورئ، هغه (ټرمپ) ډېر غیر منطقي شیان وايي."

په بایډن سربېره ګڼو ډموکرات مشرانو او ان جمهوري غوښتونکو هم د واک د انتقال د مسلې په باب د ټرمپ په وروستي نظر نیوکه کړې ده.

د امریکا په کانګرس کې د استازیو جرګې مشرې چې د ډیموکراټ ګوند غړې ده غبرګون ښودلی.

ننسي پلوسي
ننسي پلوسي

هغې وویل: دا چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ( اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ) به د واک د سوله ییز انتقال په شک کې واچوي، دا نو بیا کومه د تعجب وړ خبره نه ده، ځکه چې ولسمشر په ساینس او حکومتوالۍ هېڅ نه دی خبر ، او ګورئ چې دوه سوه زره کسان مړه شوي( د کرونا له لاسه په امریکا کې). "

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په دریمه ترسره کېږي هغه هم داسې یو وخت چې دا هېواد وار دمخه کرونا ویروس سخت ځپلی او ویره یې ځي چې په کرونا وبا د اخته خلکو شمېر لا پسې زیات شي.

د ډیموکراټانو کاندید جوبایډن د کرونا وبا په خاطر د غیر حضوري ټاکنو لپاره کمپاین کوي او خلک هڅوي چې ځانونه راجستر کړي او د پُست یا انټرنېټ له لارې رایه وکاروي.

هغه د سېپټېمبر په اتلسمه د سي ان ان ټلویزیون په یوه جوړه شوې غونډه کې بیا خلک وهڅول چې ورشي او رایه وکاروي.

جمهوري غوښتونکي ولې د غیر حضوري ټاکنو مخالفت کوي؟

دا پوښتنه مو د نړیوالو مسایلو له یوه امریکا میشتي وکړه.

افغان کارپوه محمد شفیق همدم
افغان کارپوه محمد شفیق همدم

همدم وویل: "د ټرمپ ملاتړي په دې غم کې نه دي چې کرونا شته یا نه شته که چېرته د ټاکنو ورځ وي دوی حضوري ځي او رایه ورکوي، ځکه چې ټرمپ د اولې ورځې نه دا خلک نه دي ویرولي خو برعکس ډیموکراټانو خپل ډیموکراټان او ملت ویرولی او اوس به دا خلک دې ته زړه ښه نه کړي چې دا خطر واخلي او رایه ورکړي، نو ښاغلي ټرمپ ځان سره دا محاسبه کړې چې که ټاکنې حضوري وي دی په کې برلاسی دی او که غیر حضوري وي نو بیا ډیموکراټان برلاسي دي."

ښاغلی همدم وايي د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراټانو د کاندید کلک مخالفتونه به یو کړکېچ رامنځته کړي چې د دغه هېواد غیر متمرکز قضايي سیسټم ته په کتو یې ښايي هواری ستونزمن وي.

په ۲۰۱۶ کال کې نږدې ۱۳۰ میلیونو امریکایانو رایه ورکړې وه چې له ډلې یې شاوخوا څلوېښت میلیونه کسانو د پُست له لارې، د انټرنېټ په وسیله یا په وختي ټاکنو کې برخه اخیستې وه.

سږ کال اټکل کېږي چې اتیا میلیونه کسان د پُست له لارې یا هم د انټرنېټ په وسیله رایه ورکړي چې د ۲۰۱۶ کال په مقایسه دوه برابره زیات ګډون ښيي.

د امریکا پيو څېړندوی مرکز او د بریټانیا یوګو احصایوي مرکز په خپلو وروستیو څېړنو کې موندلې چې څه باندې شپېته فیصده جمهوري غوښتونکي د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو لېوالتیا لري په داسې حال کې چې نږدې شل فیصده ډموکراټان به د ټاکنو په ورځ رایه ورکړي.

د دغو څېړنو په اساس ډموکراټان پنځه اویا فیصده د پُست له لارې یا د انټرنېټ په وسیله د رایې کارولو ته لېواله دي.

XS
SM
MD
LG