ډونالډ ټرمپ او جوبایډن په لومړنۍ ټلویزیوني مناظره کې برخه اخلي

د عکس ښي لورته ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته جوبایډن

د امریکا ولسمشر او سیال یې په لومړنۍ ټلویزیوني مناظره کې برخه اخلي.

داسې اټکل کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مالیې په اړه د نیویارک ټایمز د څېړنیز راپور په اساس پوښتنې او بحث د نن شپې دې نوي دقیقه يي مناظرې زیاته برخه ونیسي.

د ټرمپ او بایډن د درېیو ټلویزیوني مناظرو له ډلې لومړۍ یوه نن شپه د سېپټېمبر نهه ویشتمه ترسره کیږي.

دا مناظره د نومبر درېیمې تر ولسمشرۍ ټاکنو پوره پنځه اوونۍ مخکې پلان شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي و چې د دې مناظرې سخت انتظار باسي.

مناظره د اوهایو ایالت په کلیولنډ کې په ځايي وخت د شپې په نهو بجو د فاکس نیوز ټلویزیون د نطاق کریس والاس په کوربه توب پيلېږي.

رویټرز اژانس د کریس والاس په حواله راپور ورکړی چې ټول ټال په شپږو موضوع ګانو بحث کېږي چې په کې د سترې محکمې موضوع، کرونا ویروس او اقتصادي مسایل شامل دي خو ښایي تازه خبري مسایلو ته په کتو یې موضوع ګانې بدلې شي.

د ټرمپ او بایډن تر مناظرې همدا دوه ورځې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مالیاتو په اړه یو څېړنیز راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې لیکل شوي چې ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې یواځې ۷۵۰ ډالره مالیه ورکړې.

نیویارک ټایمز لیکلي چې ټرمپ په تېرو پنځلسو کلونو کې د لسو کلونو مالیه اصلاً نه ده ورکړې.

دغه راپور د ګڼو رسنیو پام واړاوه او اټکل کېږي چې د ټرمپ او د هغه د سیال د ډموکراټانو د کاندید جوبایډن د لومړنۍ مناظره غوښنه برخه جوړه کړي.

ټرمپ دوشنبه په خپل ټویټر لیکلي و چې میلیونونه ډالره مالیه یې ورکړې ده او د نورو په څېر مالیاتي اعتبار لري.

هغه مخکې د نیویارک ټایمز راپور جعلي بللی و.

ډونالډ ټرمپ

هغه ویلي: " جعلي خبر، دا بشپړ جعلي او جوړ شوی خبر دی، پخوا هم ورته کیسې شوي دي."

د راپورونو په اساس جوبایډن ته د نیویارک ټایمز تر راپور وروسته په ټرمپ د ګوزارونو موقع برابره شوې ځکه کمپاینرانو یې وار دمخه په دې اړه خپل تبلیغات چلولي دي.

د جوبایډن کمپاینرانو په یوه ویډیو کې د عادي خلکو ښوونکو، اور وژونکو او نرسانو مالیه د ټرمپ له مالیې سره مقایسه کړې ده.

اوه اویا کلن جوبایډن بیا ویلی چې ټرمپ دې یواځې رښتیا ووايي.

د مناظرو متخصصین بیا وایي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مناظرو کې غیر مترقبه عکس العملونه ښکاروي او له دې چې دواړو کاندیدانو د یو بل په اړه ډېرې خبرې کړي ښايي مناظره کې ډېر مسایل ښکته او پورته شي.

ټرمپ ډېر ځله جوبایډن خوبوړی بللی او هغه هم په ځواب کې دی په درواغو ویلو تورن کړی.

جوبایډون

د جمهوري غوښتونکو کاندید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ډموکراټانو کاندید جوبایډن داسې وخت مناظرې ته ورځي چې امریکا د کرونا وُبا له لاسه سخته ځپل شوې او څه باندې دوو لکو امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.