دوه نیمې لسیزې وړاندې کابل ته د طالبانو راتګ او د کابل ښاریانو غبرګون

ډاکتر نجیب الله او د هغه ورور دوه نیمې لسیزې وړاندې د طالبانو له لوري اعدام شوي وو. September 27, 1996

دوه نیمې لسیزې وړاندې له څو خواوو کابل ته د طالب وسله والو چټک پرمختګ ښاریان او نړیوال په یو ډول حیران کړل.

د مني همدا ورځ وه چې په څو ساعتو کې کابل ښار او ټول دولتي تاسیسات د یوې داسې ډلې لاس ته ولوېدل چې د ادارې بڼه یې تر اوسه په هېواد او سیمه کې انګازې لري.

له دغې پېښې ۲۴ کاله وروسته، له طالبانو سره د روغې پیل شویو خبرو د طالبانو په اړه چې پنځه کلنه واکمني یې د امریکا په بریدونو ړنګه شوې وه هیلې، پوښتنې او اندېښنې ګډې جوړې کړې دي.

کابل ته د طالبانو راتک د دوو کسان فیض محمد او عبدالواحد د هغه مهال د سترګو لیدلی حال بیانوي.

فیض محمد وايي: "د ۹۵کلنو یم ۵۰ کاله کېږي چې موټر چلوم، طالبان کابل ته داسې راغله چې ماښام ته راغله سهار ته یې کابل ونیوه، څنګه چې ښار ته راغله څڼې یې په اوږو لګېدې، همدا ویل چې ورونو سلام سلام، ما ته یې وویل بابا څه کار کوې ما ورته وویل چې سګریټ خرڅه وم، راته وویل چې خرڅه وه یې، طالبان په دولتي موټرونو کې راغله د هریو څڼې ډېرې ډېرې وې، چې کاته به دې وېره به دې ترې راتله."

عبدالواحد ووویل: "زموږ په ننګرهار کې کله چې طالبان راغله له سپينو بیرغونو سره، ورو ورو یې ټول افغانستان ونیو، خو داسې حکومتداري وکړه چې سره زر به دې په میدان اچولي و چابه ورته کتلای نشو، طالبانو داسې حکومت وکړ چې بیا به په تاریخ کې تکرار نشي، غلا په کې نه وه، چور او چپاول په کې نه و ارام ارامي وه."

سپین پګړیو او تور ږیرو وسله والو، په لومړني اقدام کې هغه ځای په نښه کړ چې مصئونیت یې نړیوالو قوانینو تضمین کړی و.

د ملګرو ملتو دفتر، نجیب الله، پخوانی ولسمشر چې په ۱۹۹۲ کال کې یې د خپلې واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په کې پناه اخیستې وه.

د نجیب په دار ځړول یو کس چې د نجیب په دار ځړول یې له نږدې لیدلي وايي: "طالبانو چې کله ماښام کابل ونیوه، سهار داسې ګونګسې شوې چې ګواکې طالبانو پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله په دار ځړولی، ماته هم سوال پیدا شو چې کله لاړم له نږدې ارک ته ورسېدم ګورم چې ډاکتر نجیب الله دومره زخمي شوی و چې د پېژندګلوۍ وړ نه و، دا یې د ټرافیکو په یوه غرفه کې ځړولی و، طالبانو د ده ډېره بې حرمتي کړې وه، پیسې او سګریټ به یې په خوله کې ورته ورکول او بیا یې څرخاوه، هر چا به دعا کوله چې خدای دې وکړي چې دا ډاکتر نجیب الله نه وي، خو چې کله زه نږدې ورغلم د لاسونو له بندونو څخه مې وپېژند، چون دا ډېر سخت ټپي و."

سنګر نیازی

د برهان الدین رباني په مشرۍ د متحدې جبهې غړی صالح محمد ریګستاني د هغه وخت دفاع وزارت د اپراسیون رییس او د متحدي جبهې غړی.

صالح محمد ریګستاني

دی وايي: "د وخت جمهور رییس برهان الدین رباني او دفاع وزیر احمد شاه مسعود لازمه نه ګڼله چې کابل ویجاړ او نور هم ویجاړ شي، نو په همدې دلیل یې پرېکړه وکړه چې د کابل د شمال له لارې کاپیسا، پروان او پنچشیر ولایتونو ته شا تک وکړي."

  • د طالبانو واکمني

د کابل له نیولو سره سم، د ادارې هغه بڼه چې لومړی کندهار او ورپسې هرات، مزارشریف، جلال آباد او نورو افغان ښارونو د مخه تجربه کړې وه، پر دې ښار هم پلنه شوه.

ږیرې جبري شوې؛ نجونې له کار او زده کړو را وګرځول شوې؛ د ټلوېزیون لیدل بند شول؛ موسیقي نا اسلامي وبلل شوه او ډېرې نورې فردي او ټولنیزې آزادۍ چې د دې ښار وګړي ورسره په وروستۍ نژدې یوه پېړۍ کې آشنا شوي وو، له منځه ولاړې.

خو د کابل په نیولو هم په افغانستان کې جګړه چې طالبانو یې د ژر پای ته رسېدو ژمنه کړې وه، ونه درېده.

له پلازمېنې وتلو ځواکونو چې وروسته د متحدې جبهې یا په عامه اصطلاح «شمالي ټلوالې» په نامه مشهور شول – کلک مقاومت ته دوام ورکړ او شمال لور ته یې ددغې ډلې پرمختګ ودراوه.

طالبانو له څو ځلي نابریالیو هڅو وروسته، د پرمختګ بله لار غوره کړه، له لوېدیځه پر شمال ورغلل او ښارونه او ولسوالۍ یې یو په بل پسې ونیولې او تر هغو چې امریکاییانو د ۲۰۰۱ کال په مني کې پرځول، له یو دوو ولایتونو پرته یې د هېواد نورې ټولې سیمې ولکه کړې.

د طالبانو پخوانی چارواکي عبدالحکیم مجاهد وايي: "هغه مهال د طالبانو غټې موخې همدا وې چې امنیت راولي، د افغانستان ملي وحدت تظمین کړي او ورسره بل هدف دا و چې نشه یې توکې له منځه یوسي، خو لکه چې د حکومتدارۍ وخت راغی نو هغوی په یوازې ځان حکومتداري پیل کړه، طالبانو په دې شل کلونو کې کافي تجربه ترلاسه کړې ده، نو زه ویلی شم که اوس طالبان راځي نه د دوی پالیسي به له پخوا کاملاً بدله وي."

د طالبانو پخوانی چارواکي عبدالحکیم مجاهد

خو د خاورو او ښارونو نیولو طالبانو ته د نړیوال مشروعیت په راوستلو کې مرسته ونه شوه کړای او لا یې واکمني د طالبانو په نامه یادېده، او نړیوالو د برهان الدین رباني په مشرۍ پرځول شوې اداره د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت پېژندله او همدا ناپېژندل شوې واکمني یې هم د یوه عرب جهادي اسامه بن لادن پر سر له امریکا سره په ناندریو وبایلله او تېر نژدې شل کاله یې د یوې وسله والې مخالفې ډلې په توګه واک ته د بېرته ستنېدو هڅې جاري وساتلې.

په داسې حال کې چې جګړه یې لا هم هماغسې توده ساتلې، له افغان حکومت او سیاسي ډلو سره د سولې خبرو ته یې هم په پای کې هو وویل او ورته کېناستل.

همدې کار، په افغانانو کې د هیلو ترڅنګ چې د جګړې پایته رسېدو ته یې لري، دا پوښتنې او اندېښنې هم جوړې کړي چې په سخت دریځۍ ازمایل شوې ډله طالبان که بیا، په یو ډول نه یو ډول واک ته ستنېږي، څه به کوي؟

د ځواب له پاره ټولې سترګې هاخوا وړاندې پر خلیجي ښار دوحې ګنډل شوې دي.