جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، سوله پیاوړی تدبیر، صبر، حوصله او قرباني غواړي.
ښاغلي غني وویل چې جمهوریت د ټولو افغانانو غوښتنه ده او باید ننګهیې وشي. دی وايي، د سولې راتګ او د جمهوریت ساتنه د افغانانو په یووالي پورې اړه لري.
ښاغلي غني دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۳۰» بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال یوې ولسي غونډې ته وکړې او ویېویل چې د سولې راتګ لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دی.
ښاغلی غني زیاتوي: "فکر کوئ چې ستاسو په مخ کې ناست درې تنه (غني، صالح، دانش) د تېښتې خلک دي، نه هېڅکله هم نه، خو سوله تدبیر، تعمق او قرباني غواړي."
محمد اشرف غني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بینالافغاني خبرو پرانیستونکې غونډه وشوه، خو له یوې اوونۍ تر زیات وخت تېرېدو وروسته لا هم د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو د تماس ډلې د خبرو طرزالعمل یا کړنلاره نهده وروستۍ کړې.
ټاکل شوې وه چې رسمي خبرې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شي.
ښاغلي غني بامیان ته په سفر کې د سولې په اړه په خپلو خبرو کې خلکو ته په خطاب کې دا هم وویل چې د یو مسؤل ولسمشر په توګه ستاسو په مخ کې ولاړ یم، خو د طالبانو مشر او نور مشرانیې پټ دي.
بامیانو ته په سفر کې له ښاغلي غني سره د هغه دواړه مرستیالان هم ملګري دي.

د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح
د نوموړي لومړي مرستیال امرالله صالح غونډې ته په وینا کې وویل، طالبان له دې وېرې چې په ټولنه کې ذوب نهشي اوربند ته غاړه نهږدي.
ښاغلی صالح زیاتوي: "که چېرې طالبان یوه ورځ هم اوربند وکړي، یو ځل بیا دا خبره تکراروم چې طالبان به د ټولنې په کره کې ویلي (ذوب) شي."
ښاغلي صالح زیاته کړه، د طالبانو هویت او د امارت اصطلاح نور زاړه شوي او په افغاني ټولنه کې نور کار نهورکوي.
د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور د دانش بیا د غونډې ګډنوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې په قطر کې بینالافغاني مذاکرات باید داسې مدیریت شي چې موږ یوې با عزته او تلپاتې سولې ته ورسوي.

د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش
ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د جمهوریت نظام او اساسي قانون ته باید زیان ورنهرسېږي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې هم خوندي شي.