د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

د امرالله صالح د ترور په هدف د خونړۍ حملې نوي اړخونه


د افغانستان جمهور رئیس امرالله صالح
د افغانستان جمهور رئیس امرالله صالح

په کابل کې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح د ترور په هدف خونړۍ حملې، نوي اړخونه پیدا کړي دي.

د افغانستان جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، کوم چاودېدونکي مواد چې څو ورځې مخکې پر ده په شوې حمله کې کارېدلي، د پوځي کچې مواد وو.

ښاغلي صالح ټویټ کړی "د ملي امنیت لابراتوارونه وايي، پر ده په شوې حمله کې معمولي «اېچ.ټي.اېم»، «ار.ډي.اېکس»، «سي-فور» یا امونیم نایترت نه‌دي کارول شوي. د پوځي کچې مواد وو. د دغو موادو نمونې د لا ارزونې لپاره متحدینو ته سپارل شوي دي."

ښاغلي صالح په خپله په دې اړه ډېر توضیحات نه‌دي ورکړي، خو د ښاغلي صالح د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل، په دغه حمله کې د طالبانو ملاتړي ځانګړي ځواکونه او استخبارات لاس لري.

ښاغلي مراد پر دې خبرې له ټینګار سره چې په یاده حمله کې کارېدلو موادو ته یوازې د هېوادونو پوځي دستګاوې لاسرسی لري، زیاتوي: "د ولسمشر پر لومړي مرستیال حمله او په دې حمله کې چې کوم مواد کارېدلي، پرته له شکه چې په دې حمله کې د یو ځواک او استخباراتو همکاری روښانه ده. دا په دې معنی نه‌ده چې یوه چاودنه وشوه او خلاص."

ښاغلی مراد د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه حمله، د افغانستان ملي ګټو ته د ژمنو او د جمهوریت د مدافعانو د له‌منځه وړلو هڅه ګڼي.

رضوان مراد
رضوان مراد

ښاغلی مراد د کوم هېواد نوم نه‌اخلي، خو وايي د طالبانو او په افغانستان کې د نورو فعالو ترهګرو ډلو ملاتړي استخبارات، ټولو ته روښانه دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د پوځي چارو پوهان، پاکستان د طالبانو او په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورنوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي و، د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان حمله کې کارېدلي مواد، پخوا تر دې د حقاني شبکې له‌خوا په ځینو حملو کې کارېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې برخه کې د ښاغلي صالح پر دریځ ټینګار کوي.

که څه هم پر پاکستان دا شان تورونه مطرح کېږی، خو د پاکستان حکومت، د ښاغلي صالح د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، بلکې پخوا تر دې یې دغه‌شان تورونه رد کړي دي.

امرالله صالح د نن ورځې په برید کې برسېرن ټپي شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

ویل کېږي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرو پر کاروان د حملې چاودېدونکي مواد د سنبلې په ۲۰مه، مخکې له مخکې په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.

په یاده حمله کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او د ده د ساتونکو په ګډون په‌کې څه باندې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي. د ښاغلي صالح یو لاس او مخ په‌کې برسېرن ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG