د پروان د سېلاب‌ځپلو خپلوان د هغوی په غم کې ناست دي

Your browser doesn’t support HTML5

د پروان په مرکز چارېکار کې له پېښې یوه ورځ وروسته اوس هم ډېری د خپلې کورنۍ د ورکو شویو غړو په لټه کې دي. د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د چارېکار له سېلاب‌ځپلو سره ولیدل. شفیع کریمي د هغه کورنۍ احوال اخیستی چې ۹ غړي یې په سېلاب کې مړه شوي. هیلۍ اسد دا راپور وړاندې کوي.