د اندونیزیا په سمبا کې د واده لپاره د ناوې تښتولو دود پای ته رسېږي

د اندونیزیا په نوسا کې د سمبا ټاپو

د اندونیزیا چارواکو د دې هېواد په هغه ټاپو کې د یوه پخواني دود د پای ته رسولو ژمنه کړې چې د واده لپاره ناوې تښتول کېږي.

وروسته تردې چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ښځې د تښتولو ویډیو خپره شوه او په ملي کچه یې په دې اړه پراخ بحثونه را وپارول، د سمبا ټاپو چې دا ډول د ناوو د تښولو دود په کې له لرغونې زمانې راهیسې دود دی، د څو برخو مشران یې سره راټول شول او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې د دغه دود پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.

د اندونیزیا د رسنیو د راپورونو له مخې له سیمه ییزو مشرانو سره په دغه اقدام کې د نورو چارواکو ترڅنګ د اندونیزیا د ښځو د پیاوړي کولو او د ماشومانو د ساتنې وزیره بینتانګ پوسپایوګا هم یوځای شوې وه.

نوموړې د دې غونډې په څنډه کې له رسنیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې په سمبا کې د ښځو په وړاندې نور دغه تاوتریخوالی ونشي او ژمنه یې وکړه چې له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ به د تښتولو او ودولو دغه دود ته د پای ټکی کېږدي.

دغه دود ته د خلکو ډېر پام وروسته له هغې ور واوښت چې د سیمې د اوسېدونکو له خوا یوه اخیستل شوې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

په دغه ویډیو کې یوه غمجنه ښځه ښکاري چې څو سړي يې په زوره یوه موټرته پورته کوي.

لږ وروسته یوه بله ښځه راځي او د موټر د خلاصې ښیښې له لارې هڅه کوي چې هغه له موټره را وباسي.

په داسې حال کې چې یرغمل شوې ښځه چیغې او بغارې وهي، د موټر په شاوخوا کې په لسګونو راټول شوي کسان خنداوې او خوښي کوي او د صحني عکسونه او فلمونه اخلي.

د بي بي سي د راپور له مخې د پیرواتي په نوم د ښځو د حقونو یوې ډلې په وروستیو څلورو کلونو کې د ناوو د تښتولو دا ډول اوه پېښې ثبت کړي خو وایي چې د سمبا ټاپو په لیرې پرتو سیمو کې به ډېرې دا ډول نورې پېښې هم شوې وي.

د دې ډلې مشره اپریسا تاراناو وایي، د ناوې د تښتولو او ودولو له دغه دود څخه ځینې وختونه د خوښې خلاف تنظیم شویو ودونو لپاره هم کاراخیستل کېږي.

د هغې په وینا که یوه ښځه په تېښته بریالۍ هم شي، د ټولنې له خوا رټل کېږي.

د سیترا په مستعمار نوم یوه ښځه چې څو کاله مخکي تښتول شوې او بریالۍ شوې وه چې په زوره له دا ډول واده ځان وژغوري، وایي، د ځینو لپاره به دا د پلرونو او نیکونو د وخت دود وي خو دا یو زوړ دود دی او باید ختم شي ځکه ډېر زیان یې ښځې ګالي.