د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۵

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان راتلونکې اوونۍ اندونیزیا ته ځي

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

تمه ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان راتلونکې اوونۍ د یوه رسمي سفر په ترڅ کې اندونیزیا ته ولاړ شي.

د جاکارتا چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دا سیمې ته د محمد بن سلمان د هغه سفر یوه برخه ده چې په ترڅ کې به‌یې پاکستان، هندوستان او مالیزیا ته هم ولاړ شي.

د اندونیزیا د ولسمشر ویاند جوهان بودي رسنیو ته ویلي چې دغه هېواد ته د سعودي د ولیعهد سفر د دوشنبې په ورځ پیلېږي او دا یې اندونیزیا ته دوهم رسمي سفر دی، خو په‌دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

جوهان بودي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې محمد بن سلمان د فبرورۍ په ۱۸مه اندونیزیا ته رسېږي او په ۱۹مه نېټه به د دغه هېواد له ولسمشر سره وګوري.

د اندونیزیا د ولسمشر ویاند جوهان بودي
د اندونیزیا د ولسمشر ویاند جوهان بودي

تر اندونیزیا دمخه به د سعودي عربستان ولیعهد پاکستان او مالیزیا ته ولاړ شي او تر اندونزیا وروسته هند ته ځي.

تر دې وړاندې شهزاده سلمان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له خپل پلار پاچا سلمان سره د هغه اسیایي سفر د یوې برخې په توګه اندونیزیا ته تللی و چې د پانګونې د فرصتونو لپاره‌یې کړي و.

هغه مهال جاکارتا او ریاض د سوداګرۍ، هوایي چلند او دغه‌راز د ساینس، روغتیا او د جُرمونو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د ګډو همکاریو یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي وو.

دوی دغه‌راز د تېلو دوو دولتي شرکتونو لکه ارامکو «Aramco» او پیرتامینا «Pertamina» ترمنځ یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به‌یې د جنوبي اسیا په‌دغه هېواد کې د څو میلیارده ډالرو د تېلو تصفیه خانه پراخه کړي.

د راتلونکې اوونۍ سفر داسې مهال کېږي چې د سعودي ولیعهد د خپلو متحدینو له لوري د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې په لاس لرلو تورن دی.

دغه خبریال په تېر اکټوبر کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې په مرموز ډول ووژل شو.

امریکا شهزاده محمد بن سلمان په‌دې قضیه کې په لاس لرلو تورنوي، خو سعودي دا تورونه ردوي.

له‌دې سفر سره په یوه وخت کې اروپایي کمېسیون سعودي عربستان، پاناما او د امریکا د خاورې څلور سیمې په هغه تور لېست کې شاملې کړې چې د اروپایي کمېټې په خبره د پیسو مینځلو او د ترورېزم د مالي تمویل د کنټرول په برخه کې کمزورې دي.

خو دغه اقدام د بریتانیا په ګډون د یو شمېر اروپایي هېوادونو له‌خوا تر انتقاد لاندې راغلی، ځکه دوی په‌دې لېست کې د شاملو هېوادونو په تېره بیا سعودي عربستان سره د خپلو اقتصادي اړیکو په اړه اندېښمن دي.

د امریکا متحده ایالاتو هم دغه اقدام غندلی دی.

د سعودي عربستان حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دې پرېکړې په اړه متأسف دی.

ارشیف، د ریاض ښار یوه څنډه
ارشیف، د ریاض ښار یوه څنډه

په‌دې اعلامیه کې چې د سعودي خبري اژانس خپور کړی، د حکومت له قوله راغلي چې د پیسو مینځلو او د ترورېزم د مالي تمویل پر وړاندې مبارزه د ریاض په ستراتېژیکو لومړیتوبونو کې راځي.

پاناما ویلي چې دوی باید له‌دې لېسته لیرې شي، ځکه دوی په‌دې وروستیو کې د پیسو مینځلو پر ضد پیاوړي قوانین تصویب کړي دي.

  • په‌دې لېست کې شامل هېوادونه

په‌دې لېست کې د امریکا متحده ایالاتو د خاورې څلور برخې ساموا، د امریکا ویرجین ټاپوګان، پیرتو ریکو او ګوام شامل شول.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د دې لېست جوړولو پروسه ناقصه ده او د متحده ایالاتو د څلورو سیمو ګډون‌یې په‌دې لېست کې رد کړ.

د دې لېست نور هېوادونه افغانستان، شمالي کوریا، ایتوپیا، ایران، عراق، پاکستان، سریلانکا، سوریه، ترینیداد او توباګو، تونس او یمن دي.

بوسنیا، ګویانا، لاوس، یوګانډا او وانواتو له دې لېسته لیرې شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG