د افغانستان سولې په اړه د سیمه‌ییزې او نړۍ‌والې اجماع لپاره د افغان حکومت هڅه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

کابل به روانه اوونۍ سولې ته د رسېدو او په دې برخه کې پر یوې اجماع د هوکړې اړوند موضوعاتو لپاره د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو قوتونو د استازو د څو غونډو کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې په اړه د دوشنبې، سې شنبې او پنج‌شنبې د ورځو په غونډو کې به د ګاونډیو او سیمې د ۲۰ هېوادونو سفیران، ځانګړي استازي او تر خوا یې د ملګرو ملتونو، امریکا او د نړیوالو سازمانونو په استازیتوب هم یو شمېر کسان ګډون وکړي.

اذربایجان، چین، مصر، هندوستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، د اسلامي همکاریو سازمان، پاکستان، روسیه، قطر، سعودي عربستان، ترکیه، تاجکستان، ترکمنستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، امریکا او ملګري ملتونو ته په دې غونډه کې چې د وېډیو کنفرانس په وسیله کېږي، د ګډون بلنه ورکړل شوې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به‌یې کوربه وي.

ګران هېواد

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د یک‌شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۵» ازادي راډیو ته وویل: "په دې غونډه کې به د سفیرانو او ځانګړو استازو په ګډون چارواکي اشتراک ولري. د غونډې د بحث اجنډا، د تاوتریخوالي کموالی، د طالب بندیانو خلاصون، په بېړني ډول د بین‌الافغاني خبرو پیل، بشردوستانه اوربند ته رسېدل او تر خوا یې د مذاکراتو د پایلو په اړه خبرې دي."

ښاغلی هېواد زیاتوي، د سې شنبې ورځې غونډه بیا یوازې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سولې او اقتصادي همکاریو پر دوام څرخي، خو د پنج‌شنبې په غونډه کې به د سیمې او نړۍ د ۲۰ هېوادونو سربېره، د اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او ناټو استازي هم ګډون وکړي او د بحث اجنډا به‌یې د دوشنبې د ورځې پر موضوعاتو راوڅرخي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د سولې لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع مهمه بولي او دا ډول غونډې د دې اجماع د لا پیاوړتیا لپاره یوه اړتیا یادوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د دې وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "له شپږ کلونو را په دې خوا د افغانستان دولت د سولې په خاطر په ملي، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع باندې کار کړی او دا اجماع جوړه شوې ده، خو دا اجماع پیاوړتیا ته اړتیا لري او افغان حکومت‌یې باید وساتي. د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو رول د افغانستان د سولې لپاره مهم دی او پر بریا یې اغېز لري."

افغانستان له دې وړاندې هم د سولې په برخه کې د سیمې په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو همکاري مهمه بللې.

  • خو هغه پوښتنه چې لا هم پر خپل ځای پاتې ده، هغه دا ده چې ایا ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې صادقانه همکارۍ ته چمتو دی؟

هغه څه چې په ښکاره دغه هېواد ځان ورته ژمن بولي، خو په عمل کې پرې افغانان لا هم شک لري.