پانګه وال: خوست کې د ۱۰ کلونو په تېرېدو د صنعتي پارک جوړېدل نه دي بشپړ شوي

خوست کې صنعتي پارک چې د جوړېدو چارې یې لا نه دي بشپړې شوي.

د خوست پانګه وال وایي، د لس کاله انتظار سره، سره په دې ولایت کې صنعتي ښارګوټی نه دی جوړ شوی.

په خوست کې د صنعت او کانونو خونې عامل رئیس جهان ګل همت وایي، چې په دې ولایت کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې ډېرې پڅې روانې دي او تر دې مهاله د دې ښارګوټي د احاطې دیوال د جوړېدو چارې هم نه دي بشپړې شوي.

دی وایي، برښنا، د زېربنا چارې او پانګه والو ته د ځمکې د ویش کارونه لا هم نه دي پيل شوي.

دی زیاتوي: "موږ د ولایتي ادارې له چارو نا خوښه یو، د سړکونو، زېربنا او برښنا چارې هېڅ نه دي شوي، د دې لپاره چې کومه بودیجه منظوره شوې ده، که په وخت مصرف نشي، کېدای شي له لاسه مو ووځي."

په خوست کې دا مهال د ۲۰۰ په شاوخوا کې لویې او کوچنۍ کارخونې فعالیت لري، چې مالکین یې د ځای او برښنا له ستونزې سره مخ دي.

سیاف خان د پوډري صابون جوړولو د فابریکې مالک دی.

دی وایي، غواړي په صنعتي ښارګوټي کې د پنځه سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت پانګه ونه وکړي، خو په وینا یې د دې کار لپاره یې لس کاله انتظار وکړ او نه پوهېږي چې لا به نور څومره انتظار وکړي؟

هغه زیاته کړه: "دا لس کاله کېږي، چې دې ښارګوټي ته منتظر یو، خو تر اوسه هېڅ هم نه دي شوي، سوداګرۍ وزارت چې کوم امر ورته وکړي، دلته دوی عملاً هېڅ کار نه دی پرې کړی."

د خوست په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د سموات په نوم صنعتي ښارګوټی په څلور سوه جرېبه ځمکه کې جوړېږي، چې د مسئولینو په وینا ۲۰۶ تولیدې کارخونې په کې پلان شوي دي.

د دې ولایت د سوداګرۍ او صنعت امر صابر شاه حکیمي وایي، چې د سموات ښارګوټي د احاطې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي، خو د زېربنا او پانګه والو ته د ځمکې وېش د سوداګرۍ او صنعت وزارت په پالیسۍ پورې اړوند بولي.

خوست کې د صنعتي پارک د دیوال یوه څنډه

دی وایي: "د پارک صنعتي د احاطې کارونه روان دي او ۷۰ سلنه ترسره شوي او د پارک د فاضله اب او سړک سازۍ یوه بله پروژه هم جریان کې ده، زېربنا او ځمکې وېش د وزارت صنعت او تجارت په پالیسۍ پورې اړه لري، چې ټولو فابریکو ته یې په یوځای ویشي او که مشخصې هغه فابریکې چې ځمکې یې منظورې شوي دي، ورکوي."

که څه هم په دې ولایت کې تر اوسه پانګه والو ته د صنعتي پارک د ځمکې ویش نه دی پیل شوی، خو په ښارګوټي کې د پانګونې لپاره د پانګه والو لخوا ګڼ وړاندیزونه هغه څه دي، چې پانګه وال یې د ځمکې د کمښت له امله، سر له اوسه د یوه بل صنعتي ښارګوټي د جوړېدو غږ بدرګه کوي.

د خوست د سواګرۍ او صنعت ریاست مسئولین هم د ځمکې د کمښت او د دوهم ښارګوټي لپاره د ځمکې د پیدا کېدو په هدف د هڅو خبر ورکوي.