د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۳۹

په خوست کې د مزرین صنعت کاروبار سوړ شوی


د خوست د مزرین صنعت سوداګر وايي چې کاروبار يې ګټه کمه کړې او د پخوا په پرتله خلک مزرین توکي لږ کاروي.

دوی وايي، له یوې خوا حکومت د دې لرغوني صنعت پراختیا ته پاملرنه نه‎لري او بل لوري ته په ښار کې ورځ په ورځ ارزان بیه پلاسټیکي توکي ډېرېږي چې ډېری خلک د مزرینو توکو پر ځای پلاسټیکي توکي اخلي.

مزری طبعي غرنی بوټی دی چې د یو شمېر نورو سیمو تر څنګ د خوست د ځاځي میدان، باک او تریزیو ولسوالیو په غرونو او غونډیو کې نسبتاً ډېر پیدا کېږي.

د خوست د غرنیو سیمو اوسېدونکي له پېړیو راهیسې له شنو مزرو څخه چې پستې، اوږدې او پلنې پاڼې ولري، یو شمېر لاسي توکي لکه پوزي، شکرونه، شکرۍ، سوزي، د ناستې پوزکي، د لمانځه مسلې، کوري، جاروګانې، مزرین پړي او کټ بوڼونه جوړوي، خو بیا وچ مزري د سونګ لپاره کاروي.

په خوست ښار کې د مزرینو توکو دوه تنه کاروباریان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وايي چې په ښار کې د پلاسټیکي توکو د ډېرېدو د دوی کاروبار زیانمن کړی دی.

دوی زیاتوي:

"نوم مې صفت‎خان دی، له ۱۰ کلونو راهیسې دا د مزرو د توکو کاروبار کوم، کتې، لدونه، کشري، شکرونه او نور شیان خرڅوم، دا ټول توکي د مزرو څخه جوېړږي، د اڅړو، د ګربزو، صبریو، باک او نورو سیمو خلک يې جوړوي، خو بازار يې د پخوا نه کم شوی، ځکه بازار کې پلاسټیکي شیان ډېر شوي دي."

"زه فضل الرحمن نومېږم، دا شیان موږ ته ځکه خوند راکوي چې دا قدیمي شیان دي، زموږ پلرونو او نیکونو ور څخه کار اخیستی، دا که پړی دی او که پوزی، دا ټول موږ ته خوند راکوي او بل ساړه شیان دي، سړی ور سره نه په تکلیف کېږي."

د خوست یو تن فرهنګي فعال سلطان محمود خیرخواه له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د مزرو صنعت پرمختګ او سوداګرۍ ته دې پاملرنه وکړي.

ښاغلي خیرخواه وویل:

"زموږ خلکو ډېر پخوا نه شکرونه جوړول، پونې به يې جوړولې، شکرۍ به يې جوړولې، سيټه‎کي به يې جوړول، مزرینې څپلې به يې جوړولې، خلکو به د څرمنې څپلی نه په پښو کولې، پلاسټیکي توکي خو يې بیخي نه پېژاندل، دا خو اوس رواج شو، نو دولت نه مې غوښتنه دا ده چې دې برخې ته ډېره زیاته توجه وکړي، دا صنعت دې بېرته په پښو ودروي، که نورو هېوادونو ته يې هم انتقال کړو، دا به ښه خبره وي."

بل‎خوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدامین شاه الفت وايي چې حکومت په یاد ولایت کې د مزرین صنعت پرمختیا او تجارت ته پاملرنه لري او په جوړېدونکي صنعتي پارک کې به دې برخې ته ځانګړی ځای ورکړي.

محمدامین شاه الفت زیاته کړه:

"دا چې د مزرینو توکو دود په خوست له پخوا راهیسې شته، دولت هم متعهد دی چې دې صنعت ته پراختیا ورکړي، دولت دې لپاره نندارتونونه جوړ کړي دي، دې لپاره باید لوی لوی مارکېټونه هم جوړ شي، تر څو دا صنعت او تجارت وده وکړي، همدارنګه دولت په پام کې لري چې صنعتي پارک جوړ کړي او مزرین صنعت ته هم په کې ځانته ځای ورکړي."

د خوست سوداګرو او کاروباریانو له لسیزو وړاندې مزرین توکي د افغانستان پر شمالي ولایتونو سربېره د پاکستان خیبر پښتون‎خوا، پنجاب او سېند ایالتونو ته د خرڅلاو لپاره وړل چې بیا همدغو سوداګرو د مزرینو توکو په پیسو له هغه ځایه رختونه، د څرمنې څپلۍ او ګوړه راوړه.

XS
SM
MD
LG