د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د خوست د صنعتي پارک د غصب شوې ځمکې د اسنادو څېړنه پيل شوه


د خوست د صنعتي پارک د ځمکې یوه برخه له څو کلونو راهیسې د شخصي خلکو له‎خوا غصب شوې چې له کبله‌يې د یادې پروژې پلي کېدل ځنډېدلی دي.

پرون د چهارشنبې په ورځ د افغان ولسمشر له‎خوا د دې قضیې د څېړنې پلاوي په همدې موضوع خوست کې له ځايي خلکو سره وکتل او د هغوی څخه‌يې د شته اسنادو د سپارلو غوښتنه وکړه.

د ولسمشر سلاکار وزیر او د پلاوي مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې دوی به دې مسئلې ته د قانون په رڼا کې حل‎لاره پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی سره په‎دې حکومتي پلاوي کې د اراضۍ، د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، ښاروالۍ، حقوقو او نورو ادارو استازي برخه لري.

خوست ته تللی پلاوی
خوست ته تللی پلاوی

مولوي سردار ځدراڼ وايي:

"دغه پلاوی چې د ولسمشر د حکم پر اساس د مختلفو ارګانونو څخه‌يې ترکیب موندلی او له کابله راغلي، هدف‌يې دا دی چې د مندوزیو ولسوالۍ د حسن محمد د سیمې او دولت ترمنځ چې د کومې ځمکې پر سر سوء تفاهم رامنځته شوی، پلاوی به دې مسئلې ته د قانون په چوکاټ کې د پای ټکی کېږدي، باور لرم چې د چارواکو او مشرانو په شتون کې به دې مسئلې ته د حل‎لاره چاره پیدا کړو."

د خوست د ځايي امنیتي ځواکونو له‎خوا کوچني اختر ته نږدې د شپې له‎خوا د خوست د صنعتي پارک په سیمه او نږدې ساحو کې نوي جوړ شوي کورونه او تشې کلاګانې ړنګې شوي چې بیا يې ځايي خلکو پر وړاندې پراخ اعتراضونه او لاریونونه وکړل.

دې خلکو چې څو ورځې يې د خوست-کابل عمومي سړک یوه برخه تړلې وه، ویل چې دوی د دې ځمکې قانوني او شرعي اسناد لري او دوی سره ظلم شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دوی ځمکې د صنعتي پارک له ساحو سره لګېدلي، خو غصب‌يې نه‎دی کړی.

قومي مشر حاجي ګل نواز مندوزي وویل:

"په‎دې ځای کې د حکومت یو متر ځمکه هم نه‎ده غصب شوې، دا زموږ شخصي ملکیت دی، له ابتدايي نه تر مرافعې پورې او له مرافعې نه تر تمیز پورې زموږ سره قرارداد راسره دی، سترې محکمې پرې ټاپه وهلې ده چې دا ملکیت شخصي دی، نه دولتي."

د شميرګل په نوم یو بل ځایي اوسېدونکی هم وايي چې دوی د درې ګونو محکمو له پرېکړې سربېره د ځايي ادارې له چارواکو سره لیکلې موافقه کړې وه، خو بیا هم امنیتي منسوبینو د دوی کورونه او کلاګانې ړنګې کړې دي.

خو د خوست ځايي چارواکو یادې ځمکې حکومتي بللي او ویلې يې دي چې په اول ګام کې به هغه دولتي ځمکې له غصبه خلاصې کړي چې له مخکې د دولتي پروژو پلي کېدل په‎کې پلان شوي دي.

د خوست خلکو او سوداګرو په پرله‎پسې توګه له ځايي ادارې غوښتي چې د صنعتي پارک ځمکې له غصبه خلاصې کړي چې پانګه‎والو ته په‎دې سیمه کې د پانګونې زمینه برابره شي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG