د ملګرو ملتونو اټومي ادارې د ایران په اړه پرېکړه لیک خپور کړ

په دغه سند کې له ایرانه غوښتنه شوې، چې دوو ساحو ته دې د دې نړیوالې ادارې د څارونکو د تګ اجازه ورکړي، چې ښايي پخوا په کې اټومي فعالیتونه کېدل.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مدیره پلاوي پرون د ایران په اړه یو پرېکړه لیک خپور کړ.

په دغه سند کې له ایرانه غوښتنه شوې، چې دوو ساحو ته دې د دې نړیوالې ادارې د څارونکو د تګ اجازه ورکړي، چې ښايي پخوا په کې اټومي فعالیتونه کېدل.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي پرېکړه لیک له ایرانه غواړي چې له دې نړیوالې ادارې سره "بشپړه همکاري" وکړي او د دې ادارې درخواستونه له ځنډ پرته پرځای کړي.

دغې ادارې د ایران د دوو ساحو د کتلو غوښتنه هم کړې، چې معلومه شي، ایا د ۲۰۰۰ میلادي کلونو په لومړیو کې هلته په پټه اټومي فعالیت شوی که څنګه؟

ایران له څو میاشتو راهیسې دغو ساحو ته د لاسرسي مخه نیولې ده، چې دې مسئلې په ډیپلوماتیک ډګر کې کړکېچ ولاړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تازه پرېکړه لیک په ۲۵ موافقو رایو سره تصویب شو، چې فرانسې، جرمني او بریتانیا وړاندې کړی و او د امریکا متحدو ایالتونو یې ملاتړ کاوه.

خو روسیې او چین د پرېکړه لیک په مخالفت کې رایه ورکړه او ۷ نورو هېوادونو اذرباییجان، پاکستان، هندوستان، منګولیا، جنوبي افریقا، ټایلنډ او نایجر سپینې یا ممتنع رایې وکارولې.

په ویانا کې د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د ایران سفیر کاظم غریب ابادي وویل، تهران دغه پرېکړه لیک په کلکه ردوي او مناسبت ځواب به یې ورکړي.

کاظم غریب ابادي

ایراني چارواکو ویلي، دا ډول پرېکړه لیک به د تهران او د ملګرو ملتونو د دې ادارې ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.

بلخوا په ویانا کې د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې سفیر میخایل یولیانوف په یوه ټویټ کې ویلي، دا پرېکړه لیک به مثمر نه وي، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی و، چې اړتیا ده تهران او د اټومي انرژۍ نړیواله اداره په خپلو کې دا ستونزه له ځنډ پرته حل کړي.

که څه هم داسې ګومان نه کېږي هغه دوې ساحې چې په اړه یې پوښتنې شته، د ایران په اوسني اټومي پروګرام پورې مستقیم ارتباط ولري، خو د اټومي انرژۍ نړیواله وايي غواړي وپوهېږي، هغه فعالیتونه چې نږدې دوې لسیزې مخکې دلته شوي، په مناسب ډول یې راپور ورکړل شوی او هلته د ټولو کارول شویو اټومي موادو حساب کتاب ورکول شوی دی او که څنګه؟