د ناټو تړون د ۳۰ غړو هېوادونو دفاع وزیرانو د چهار شنبې په ورځ پر مهمو نړیوالو مسئلو خبرې پيل کړې.
د سرچینوپه حواله، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هڅه کړې چې له جرمني د امریکايي ځواکونو د وتلو اغېز کم وښيي.
سټولټنبرګ ویلي چې په اروپا کې د امریکا حضور د ټولو هېوادونو لپاره مهمه خبره ده خو په جرمني کې د پوځیانو د حضور څرنګوالی یوه دوه اړخیزه مسئله ده.
د امریکا متحده ایالات اوسمهال په جرمني کې ۳۴۵۰۰ عسکر او ملکي کارکونکي لري.
دا په اروپا کې د امریکا تر ټولو ستر پوځي مرکز دی.
خو د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۱۵مه، پر جرمني تور پورې کړ چې د ناټو تړون د تمویل په برخه کې یې خپله ژمنه سر ته نهده رسولې.
له دې سره سم ټرمپ وویل چې په جرمني کې د خپلو پوځيانو شمېر ۲۵۰۰۰ ته راکموي.
د ناټو یو شمېر ډیپلوماتانو دې مسئلې ته په اشاره، اندېښنه څرګنده کړې چې د امریکا ولسمشر ښايي په یو اړخیز ډول له افغانستانه هم خپل عسکر وباسي.
یو شمېر ډیپلوماتانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت لپاره د امریکايي ځواکونو حضور حیاتي اهمیت لري.
هغوي ویلي چې داسې اقدام له اروپايي متحدانو سره د امریکا پر تعهد تېری ګڼل کېدلای او د افغانستان امنیت ته داسې پایلې درلودلای شي چې اټکل یې نهشي کېدلای.
د ناټو تړون په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې او هغو ته د سلا ورکولو ماموریت پرمخ بیايي.
خو یو شمېر ډیپلوماتانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ناټو به مجبوره شي چې فوراً په افغانستان کې رونیز پروګرامونه بند کړي ځکه اوسمهال د ناټو ځواکونو د امنیت په برخه کې پر امریکايي قواوو متکي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۲۹مه، له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه.
په موافقه کې د ځیني شرایطو پر اساس، منل شوې چې امریکا به د را روان کال تر پسرلي خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي.
د ناټو غړي غواړي چې په راتلونکو میاشتو کې پردې مسئله خبرې وکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د غړو هېوادونو دفاع وزیران په نننۍ غونډه کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راتګ په صورت کې پر عملیاتي پلانونو، د طبي وسایلو د زېرمه کولو پر پلانونو او د بحرانونو په وخت کې د مرستې د یوه صندوق په جوړولو هم خبرې کوي.