نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ځنډول شويو پرازونو کې ژور بدلونونه

د ښاغلي پانمیلر په وینا خلک به خپله الوتنه په خپل کور کې په انټرنېټ کې ګوري، هلته به خپل ټېکېټ او د بار د بکسونو کارت ځانته چاپوي.

ریډرز ډایجسټ امریکایۍ مجلې د الوتنو له متخصصانو سره خبرې کړې دي او وړاندوینه کوی چې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي پروازونه به بیا د پخوا په څېر نه وي، ژور بدلونونه به په کې راغلې وي.

د الوتنو متخصص ډیویډ اې پانمیلر په دې باور دي چې تر دې وروسته به په هوایي ډګرونو کې د مامورینو شمېر کم شي ځکه چې د خلکو ترمنځ به اړیکې د پخوا په څېر نه وي، د بکسونو پلټنه به هغسې نه وي او د بورډنګ کارډ د اخیستو سیتسم به بدل شي.

د ښاغلي پانمیلر په وینا خلک به خپله الوتنه په خپل کور کې په انټرنېټ کې ګوري، هلته به خپل ټېکېټ او د بار د بکسونو کارت ځانته چاپوي.

د بکسونو په برخه کې به تر ډېره ټینګار پر دې وي چې وزن یې کم وي ځکه چې په هوایي ډګرونو کې به دا سخته وي پر ډير اضافي وزن عفوني ضد مواد ووهل شي.

ښایي د الوتکو هغه ځایونه چې مسافر په کې خپل بکسونه ږدي تر دې وروسته بند شي یا لرې شي ځکه چې له هغه ځایه هره ورځ په سلګونو کسان کار اخلي نو الوتکې به غوره ګڼي چې مسافر خپل بکس له خپلو پښو سره کېږدي.

د دې لپاره چې په هوایي ډګرونو کې بیروبار کم شي نو هڅه به دا وي چې د هرې الوتنې لپاره وخت ډير زیات مشخص شي او په همدې وخت کې د بلې هغې الوتنې مسافرو ته اجازه نه وي چې پرواز ته یې ډېر وخت پاتې وي.

د شخصي هوایي شرکت څښتن ډګ ګولن داسې اټکل کوي چې پر شخصي کمپنیو به اتکا زیاته شي او سر له اوسه شتمنو د کار او تفریح لپاره پر دې الوتکو اتکا زیاته کړې ده چې د مې له پیل راهیسې د ټولو الوتنو درې دېرش په سلو کې سفرونه په شخصي الوتکو کې شوې دي.

په الوتکه کې د کېناستو په برخه کې به هم بدلون راشي داسې چې د الوتکې د اخرې برخې مسافر به د الوتکې له شا پورته کېږي او بیا به مخکې خلک کېني څو د خلکو تر منځ تماس کم شي او له مسافرو او د الوتکې له عملې ښایي دا غوښتنه وشي چې ماسک ولري.

ممکن د روغتیایي احتیاطي تدابیرو لپاره او د دې لپاره چې د مسافرو ترمنځ به یو سیټ خالي وي د الوتکو د ټیکېټ قیمتونه به هم زیات شي.