دا مهال د طالبانو یو پلاوی د بندیانو د خوشې کېدو پر مسئله د خبرو لپاره کابل کې دی.
افغان چارواکي وايي چې د حکومت یو تخنیکي ټیم به له دې پنځه کسیز طالب پلاوي سره د دواړو لورو د بندیانو د خوشې کېدو پر څرنګوالي خبرې کوي.
د داوړو لورو ترمنځ د یو بل د بندیانو په خوشې کېدو کې وروستۍ چټکتیا د باور د فضا جوړولو سره څومره مرسته کړې؟ بین الافغاني خبرو زر پیل ته یې څه هیله مندي پیدا کړې؟
اجمل اند پر دې موضوعاتو د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د سولې او ملکي خلکو د خوندیتوب له ریس انتظار خادم سره مرکه کړې.
د دې مرکې په پیل کې له ښاغلي خادم پوښتل شوي چې کابل ته ورغلي طالب پلاوي سره د حکومتي لورې په کوم مسئلو خبرې کوي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5