کندهار والي: ډاکترانو راته قرنطین کې د پاتې کېدو ویلي

حیات الله حیات

د کندهار والي وايي، لا یې هم کرونا ویروس مثبت دی او ډاکترانو ورته په قرنطین کې د نور پاتې کېدلو ویلي دي.

خو حیات الله حیات وايي، روغتیايي حالت یې ښه دی او خپل کارونه هم روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره مخته وړي.

د یادونې ده چې ښاغلی حیات شااوخوا شل ورځې مخکې په کرونا ویروس اخته شوی خو ننګرهار والي شاه محمود میاخیل بیا اوس اوس کويډ-۱۹ ناروغی نیولی دی.

له ښاغلي حیات سره زمونږ همکار اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د نوموړي روغتیايي وضعیت پوښتی چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حیات الله حیات سره مرکه