د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا مسؤلین او مدني فعالان وايي، په دغه ولایت زرګونه جریبه دولتي ځمکې زور واکو غصب کړي دي.
فعالان وايي، دولت دې غصب شوې ځمکې د زور واکو له منګلو راخلاص کړي او غریبو کسانو ته دې د سرپنا کورنه پرې جوړ کړي اویا دې هم دغه غربیو کسانو ته په کښت ورکړي چې له یوې خوا به غریب او بې وزله کسان پر کار شي او بل لور ته به دولت ته مالیه هم ورکوي.
د دې ولایت اداري مسؤلین هم د ځمکې غصب مني خو وايي، اوس په دې بوخت دي چې کومه دولتي ځمکه ده او کوم د خلکو ده.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5