افغان حکومت ۱۰۰ نور طالب بندیان هم خوشې کړل

ارشیف، مخکېني ازاد شوي طالبان

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي نن‌يې ۱۰۰ کسه طالب بندیان له بنده خوشې کړي دي.

دغه شورا وايي دا بندیان د ولسمشر غني د تېرې ورځې د ژمنې پر بنسټ چې ویلي یې و، د بندیان د خوشې کېدو لړۍ به چټکه شي، خوشې شوي دي.

د دغې شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب برخې رئیس انتظار خادم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي راډیو ته وویل چې په دې سره د افغان حکومت له‌خوا د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۱،۱۰۰ تنو ته ورسېد.

ښاغلی خادم زیاتوي: "نن ۱۰۰ کسه طالب بندیان خوشې شول، دا د طالبانو د ۵،۰۰۰ لېست کې شامل طالبان دي، پخوا مو زر کسه نور هم ترې خلاص کړي وو، د ولسمشر د تېر اختریز پیغام پر بنسټ د ۲،۰۰۰ کسانو د خلاصون لپاره چمتووالی نیول شوی دی."

انتظار خادم

ښاغلي خادم وویل چې دغه ۱۰۰ کسه طالب بندیان د بګرام له زندان خوشې شوي او پخواني هغه هم د بګرام، پلچرخي او ولایتونو له زندانونو خوشې شوي ول.

نوموړی هیله‌من دی چې د بندیانو د خلاصون او تبادلې بیا پیل به په افغانستان کې د یوې تل‌پاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلی خادم وايي چې له حکومتي زندانونو د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ د طالبانو د حملو د شدت له امله درېدلې وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ د ۲،۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کولو امر ورکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي غني له قوله ویلي چې دغه اقدام د حسن نیت او د اختر په ورځو کې د طالبانو له‌خوا د اوربند د اعلان په غبرګون شوی دی.

د افغانستان امنیت شورا وايي، د طالبانو له‌خوا تر اوسه ۲۴۵ بندیان خوشې شوي چې په خبره‌یې په دوی کې پوځیان، ملکي کارکوونکي او عام خلک شامل وو.

ازاد شوي طالبان

په ورته وخت کې، د افغانستان د بشر حقونو سازمان د حکومت له‌خوا د طالب بندیانو د خوشې کېدو د لړۍ له بیا پیل هرکلی کوي وايي، هیله‌من دي چې په دې سره د بین‌الافغاني خبرو لباره زمینه برابره شي.

د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب د برخې رئیس انتظار خادم د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د دې اندېښنې په ځواب کې چې د جنګي مجرمینو په برخه کې باید محتاطانه چلند وشي وايي چې د دغه بندیانو د خلاصون په پروسه کې به د کمېسیون نظر هم اخیستل کېږي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور نن ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې له هرې هغې هڅې هرکلی کوي چې د سولې د راوستلو لپاره اغېزناکه تمام شي، خو حکومت باید د هغو طالب بندیانو په اړه چې خوشې کېږي معلومات له خلکو او کمېسیون سره شریک کړي.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل دمخه باید افغان حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ خوشې کړي.

هوکړې لاسلیک

په ورته وخت کې، د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل د حکومت له‌خوا د طالب بندیان د خوشې کېدو د لړۍ له بیا پیل هرکلی کوي وايي، هیله‌من دی چې په دې سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه: "باید د جنګي اسیرانو تبادله وشي، جنګ بند شي او د بین‌الافغاني خبرو لپاره زمینه او د باور فضا رامنځته شي."

د افغانستان امنیت شورا وايي، د افغانستان له حکومتي زندانونو به دغه‌شان د ولسمشر د امر بر بنسټ د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ روانه وي.

طالبانو د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د افغان حکومت له تازه اقدام هرکلی کړی دی.