'افغانانو سره د ایراني ځواکونو د تاوتریخوالي قضیه باید نړیوال بنسټونه وڅېړي'

د ایران په سرحد کې د وژل شویو افغانانو مړي

د افغانستان د بشر حقونو سازمان وايي، افغان کارګرو سره د ایران سرحدي ځواکونو قضیه باید د نړیوالو بنسټونو لخوا وڅېړل شي.

د دې سازمان مشر لعل ګل لعل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ایران دولت لخوا د بخښنې ترڅنګ باید د دې جنایت ترسره کونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي.

تازه د ایران یو شمېر ښوونکو، سیاسي او مدني فعالانو د ایران له دولت څخه غوښتي چې د دې عمل ترسره کولو له امله باید د افغان حکومت څخه رسما بښنه وغواړي.

د افغانستان بشر حقونو سازمان د ایران د یو شمېر ښوونکو ،سیاسي او مدني فعالانو خواخوږي د ستایلو تر څنګ وايي، افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي قضیه باید د نړیوالو بنسټونو لخوا په جدي ډول وڅېړل شي.

د دې سازمان مشر لعل ګل لعل دیکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د ایران دولت لخوا د بخښنې ترڅنګ باید د دې تاوتریخوالي عاملین د خپلو کړنو سزا وویني.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم په بخښنې غوښتلو دا معضله نه حل کېږي، باید دا موضوع د نړیوالې ارګانونو لخوا چې د عدالت نړیواله محکمه هم پکې شامله ده او د ملګرو ملتونو د اړوندو برخو لخوا په جدي ډول وڅېړل شي."

ښاغلي لعل وویل، د افغانانو په وړاندې ایران پخوا هم ورته تاوتریخوالی ترسره کړی دی.

تازه د ایران ۲۵۰ ښوونکو، سیاسي او مدني فعالانو د یوې بیانیې په لاسلیک له افغانانو سره شوی چلند ظلم او جنایت یاد کړی او د ایران له حکومت یې غوښتي چې په دې تړاو رسمي بخښنه وغواړي.

حقیقت موندونکي پلاوي خپلې موندنې له ولسمشر غني سره شریکې کړي

د دې بیانیې لاسلیک کوونکي د ایران کورني او بهرني ښوونکي، سیاسي او مدني فعالان دي.

په دې بیانیه کې راغلي چې موږ لاسلیک کوونکي د ایران دولت څخه غواړو چې د افغانستان حکومت او د قربانیانو له کورنیو د رسمي بخښنې غوښتلو ترڅنګ باید دا فاجعه په هر اړخیز ډول وڅېړي، د داسې پېښو له بیا ځلي تکرار مخنیوي او د عاملینو معلوملو برخه کې مرسته وکړي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې یو شمېر افغان کارګر چې غوښتل یې په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ شي د ایراني پوله ساتونکو لخوا د افغانستان او ایران ترمنځ پوله د هرات ګلران ولسوالۍ ذولفقار سیمه کې له وهلو ډبولو وروسته اړ شوي چې ځانونه د هریرود سیند ته واچوي.

وروسته له دې د افغانستان او ایران پلاوی وټاکل شو، د دوی څېړنې د دې قضیي روښانتیا لپاره پیل شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان یو شمېر مدني فعالانو لخوا د افغان کارګرو سره د ایراني پوله ساتونکو بد چلند محکوم شوی او دوی د ایران له دولت څخه غوښتي چې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.

عزیز رفیعي

د افغانستان د مدني ټولنې مشر عزیز رفعیي ازادي راډیو ته وویل: "دا یو روښانه او واضح جنایت دی، د دې عمل په وړاندې هر ډول چوپتیا د نړیوالو قوانینو، دیپلوماسي او د ګاونډیوانو ترمنځ ښه نیت تر پښو لاندې کول دي، موږ هیله مند یو چې د ایران دولت د دې مسئله په تړاو بخښنه وغواړي او له افغانانو سره دې د ورته پېښو د نه تکرار ژمنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې ګډ څېړونکي پلاوي له افغانانو سره د تاوتریخوالي د قضیي په اړه تازه خپلې لومړنۍ څیړنې اعلان کړي.

دې پلاوي ویلي چې چې د دې قضیي په اړه یې ټول اسناد، شواهد ایراني چارواکو ته سپارلي دي.

دې پلاوي د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم خپل معلومات شریک کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې د پلاوي مشر حمید طهماسي له قوله لیکل شوي چې ۴۶ افغانانو له ډلې ۱۲ وژل شوي، ۱۷ لا درکه او ۱۷ نور ژغورل شوي دي.