په افغانستان کې د کرونا ویروس چټکه خپرېدا او اندېښنې!
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۱۳ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي، له تېرو دوه میاشتو راهیسې د خلکو د نهپاملرنې له امله دا لومړی ځل دی چې په دې اندازه زیاتې پېښې ثبتېږي.
هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۰۰۸ سمپلونه ټسټ شوي چې له دې یې ۴۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵،۶۳۹ ته پورته شوی."

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح
د ښاغلي مجروح په خبره، د کرونا ویروس پېښې په افغانستان کې مخ په زیاتېدو دي او علتیې هم د خلکو نهپاملرنه ده.
هغه وايي، د خلکو نهپاملرنې او د کرونا چټکې خپرېدا د عامې روغتیا وزارت هم اندېښمن کړی.
د نوموړي په وینا، د کابل په شمول د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې د ګرځبندیز جدي نهنیولو پایلې خطرناکه دي.
په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي، په کابل کې بندیزونه به له اختر وروسته هم دوام ولري.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
هغه د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په کابل کې د ګرځبندیز په اړه داسې وویل: "د کوچني اختر څخه وروسته که ګرځبندیز دوام هم ونهکړي، خو محدویتونه به وي، داسې نهشي کېدای چې ښوونځي، پوهنتونونه او د ودونو تالارونه پرانیستل شي او حکومت پر وړاندې یې بېتفاوته وي، په دې برخه کې به خلک او مختلف سوداګریزې برخې په ګډه سره کار کوي."
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې کرونا ویروس تر دا مهاله په ټول هېواد کې ۱۳۶ کسه مړه کړي او ۶۹۰ کسان د دې ویروس له امله بېرته روغ شوي.