د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران ترورېزم ته لمن وهي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اسرائیل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن ایران تورن کړ چې له خپلو منابعو په استفاده ترورېزم ته لمن وهي.

د مایک پومپیو په وینا ایران دا ورانکارانه هڅې په داسې حال کې کوي چې خپل خلک‌یې د کرونا ویروس د وبا له کبله کړېږي چې په منځني ختیځ کې یې تر ټولو زیات زیان وررسولی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن سهار بیت‌المقدس ته ورسېد چې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د اسرائیل د نوي حکومت له نورو مشرانو سره په منځني ختیځ کې د ایران پر فعالیتونو خبرې وکړي.

د دوی د خبرو په اجنډا کې د سوریې شخړه، د کرونا وبا او نور موضوعات هم شامل دي.

مایک پومپیو مخکې له دې چې له صدراعظم سره د تړلو دروازو تر شا خبرو ته لاړ شي، د اسرائیل پر هغو پلانونو خبرې ونه‌کړې چې غواړي په لوېدیځه غاړه کې د یهودانو مېشت‌ځایونه او نورې ساحې په خپل قلمرو پورې ضمیمه کړي، خو یو وار بیا یې پر ایران انتقاد وکړ.

مایک پومپیو نن سهار اسرائیل ته ورسېد.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل: "ایراني چارواکي حتی د کرونا د وبا پر مهال هم په نړۍ کې ترور ته د لمن وهلو لپاره د ایت‌الله د رژیم له منابعو ګټه اخلي. د هغه اشاره د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي ته وه."

د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې واک ته ورسېد او وروسته‌یې امریکا د ۲۰۱۵م کال له اټمي تړون څخه وایستله او پر ایران‌یې بېرته سخت بندیزونه ولګول.

ایران د هغه تړون له مخې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیتونه محدود کړي وو.

مایک پومپیو په یوه خبري کنفرانس کې چې صدراعظم بنیامین نتانیاهو یې ترڅنګ ولاړ و، وویل: "د هغه کمپاین هدف چې موږ یې یوه برخه یو د هغو منابعو کمول دي چې ایت‌الله یې په اسرائیل او په ټوله نړۍ کې د زیان رسولو لپاره په واک کې لري، دې کمپاین نتیجه ورکړې او کامیاب دی، موږ به پرې ولاړ پاتې شو، لا هم د ترسره کولو لپاره کارونه شته."

د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو وویل، اسرائیل ته د مایک پومپیو دا یو ورځنی سفر د امریکا او اسرائیل د اتحاد پیاوړتیا ثابتوي.

نتانیاهو د ایران په وړاندې د واشنګټن د روان فشار ستاینه وکړه: "بله مسئله چې زموږ سیمه‌یې ناارامه کړې د ایران دوامدار تهاجم او ترور دی، غواړم د ایران په وړاندې [د امریکا] د ولسمشر، ستاسو [پومپیو] او ستاسو د ادارې د غوره کړي قوي دریځ ستاینه وکړم."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

پومپیو او نتانیاهو به په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیل له خاورې سره د یهودانو د مېشت‌ځایونو د ضمیمه کېدو پر موضوع هم خبرې وکړي.

د دغو مېشت‌ځایونو او نورو ساحو ضمیمه کول د ولسمشر ډونالد ټرمپ د منځني ختیځ د سولې په پلان کې تشرېح شوي دي.

ولسمشر ټرمپ دغه پلان په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و چې نتانیاهو ستایلی و، خو فلسطینیانو په کلکه رد کړی و.

د مایک پومپیو په اجنډا کې له کوم فلسطیني چارواکي سره کتنه شامله نه‌ده.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د اسرائیل نوی ائتلافي حکومت سبا لوړه وکړي.

د دغه ائتلافي حکومت تشکیل تېره اوونۍ تصویب شو چې ورسره په دغه هېواد کې د یوه کال سیاسي کړکېچ پای ته ورسېد.