افغان حکومت هڅه کوي چې د ایتایل الکهول جوړولو پر وړاندې خنډونه لیرې کړي

طبي الکهول

افغان حکومت داسې قانوني لارې چارې لټوي چې د ایتانول په نوم هغه کیمیاوي مواد په افغانستان کې دننه تولید کړي چې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې کار ځینې واخلي.

دا مواد تر دې مهاله غیر قانوني او د نشه‌يي موادو په جوړولو کې کارول کېږي.

له نشه‌يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې قانون پر اساس ایتانول هغه کیمیاوي مواد دي چې د رواني او ضد عفوني درملو ترڅنګ د شرابو، هیروئینو، ښیښې او نشه‌يي ګولیو په جوړولو کې هم کارول کېږي.

له همدې امله‌یې له بهر څخه د اړتیا په اندازه واردول قانوني کار دی، خو په افغانستان کې دننه تولید یې غیر قانوني کار بلل کېږي.

اوس افغان دولت هڅه کوي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د عفوني ضد موادو په جوړولو کې له ایتانولو څخه کار واخلي، ځکه نو کابینې پرېکړه کړې چې دا مواد به د دوو کلونو لپاره په افغانستان کې دننه جوړېږي.

د مکروب ضد الکهول لرونکو موادو د جوړولو فابریکه

د ولسي جرګې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون وايي چې حکومت کولای شي د اړتیا په صورت کې ایتانول له بهر څخه راوارد کړي او یا یې په هېواد کې دننه جوړ کړي، خو په دې شرط چې د کرونا ویروس تر ختمېدو وروسته به د دې کیمیاوي موادو تولید په افغانستان کې بېرته بندوي.

د دغه کمېسیون غړی خالد مومند وايي: "حکومت کولای شي چې د کلکې څارنې په صورت کې د اړتیا وړ ایتانول راوارد او یا یې په افغانستان کې دننه جوړ کړي، خو باید تولید یې ټاکلی وخت ولري چې تر ختمېدلو وروسته‌یې تولید هم بند کړل شي."

ښاغلی مومند زیاتوي: "که ایتانول غیر ضروري وکارول شي، په دې صورت کې غیر قانوني او د اسلامي احکامو خلاف کار دی. په افغانستان کې یوه ستونزه شته چې دولتي ادارې د اړتیا په صورت کې یوه لاره ځان ته پرېږدي، خو بیا وروسته دولت هم هغه لارې نه‌شي کنټرولولای. دا مهال دولت کولای شي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ایتانول تولید کړي، خو په دې شرط چې د تولید موده‌یې دوه کاله وي، تر دې مودې وروسته‌یې باید تولید منعه شي."

د افغانستان د ولسي جرګې تالار

ایتانول يا ايتايل الکهول (ethyl alcohol) یو ډول ځانګړي کیمیاوي مواد دي چې په طبابت کې د درملنې د مرکزونو، طبي وسایلو د عفوني ضد کارونو او ټپونو په مینځلو کې استعمالېږي، خو د نشه‌يي موادو تولیدونکي یې د شرابو او نورو نشه‌يي موادو په جوړولو کې هم کاروي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ پخوانی معین ډاکتر ظفر د ایتانولو واردول او جوړول یوه اړتیا بولي. ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر دې خبره ټینګار وکړ چې حکومت باید د ایتانولو د تولید بهير په کلکه وڅاري او پرېنږدي چې دا مواد په غیر قانوني ځایونو کې جوړ او استعمال شي.

ښاغلی ظفر وايي: "په قانون کې د ایتانولو تولید ته لارې شته، باید د دې موادو د واردولو پر وړاندې خنډونه پیدا نه‌شي. د ایتانولو جوړول یوه اړتیا ده، خو په دې شرط چې د دولت تر جدي کنټرول او څارنې لاندې تولید شي او د هغو خلکو په واک کې ورنه‌کړل شي چې د نشې لپاره‌یې کاروي. له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په قانون کې راغلي چې د نشه‌يي موادو د تنظیم کمېټه به د دې موادو د جوړولو چارې تنظیموي."

د ضد عفوني کولو لپاره د ایتایل الکهول لرونکو موادو کارول

د افغان حکومت کابینې د پرېکړې پر اساس به د قانوني لارو چارو تر لټولو وروسته یو شمېر محدودو خصوصي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې یوازې د دوو کالو لپاره په افغانستان کې دننه ایتانول جوړ کړي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ایتایل الکهول جوړولو پر وړاندې خنډونه

راپور: مرسلین ارسلا