د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د کرونا ضد واکسین څه وخت جوړېږي؟


روغتیايي کارکوونکی په چین کې د کرونا وایروس د سمپل اخیستو پر مهال.
روغتیايي کارکوونکی په چین کې د کرونا وایروس د سمپل اخیستو پر مهال.

د کرونا وايروس ضد واکسين ممکن په يو نيم کال کې جوړ شي، هغه خبر چې د امريکا د متحده ايالاتو د يوه عالي رتبه روغتيايي چارواکي له‌خوا ورکړل شو.

دې خبر، په نړۍ کې خلک چې د دغه وايروس د خپرېدو له کبله اندېښمن وو، يو څه خوشحاله کړل.

کرونا وايروس په ځينو هېوادونو کې له دې جملې د امريکا متحده ايالاتو کې د اول وار لپاره ځيني کسان مړه کړي او ځيني نور هېوادونه لکه چين او ايټاليا کې يې د مړو شمېر زيات کړى دى.

  • واکسین او درملنه

اوس د امريکا په متحده ايالاتو او چين کې ډاکتران او روغتيايي متخصصان تمه لري چې د کرونا وايروس ضد واکسين په ۱۸ مياشتو کې جوړ شي.

د امريکا د مکروبي ناروغيو او حساسيت ملي انسټټيوټ رئيس ډاکتر انټوني فاوسي پرون سې شنبه وويل، د کرونا ضد واکسين او درمل پر جوړولو په دقت کار کوي، خو دا پروسه وخت غواړي.

د امريکا د مکروبي ناروغيو او حساسيت ملي انسټټيوټ رئيس ډاکتر انټوني فاوسي
د امريکا د مکروبي ناروغيو او حساسيت ملي انسټټيوټ رئيس ډاکتر انټوني فاوسي

ښاغلي فاوسي زیاته کړه: "موږ به دا درمل عادي خلکو ته ورکوو چې د وايروس مخه ونيسو. ځکه نو بايد ډاډمن شو چې دا درمل بل زيان نه‌اړوي. بايد ډاډ حاصل شي چې خوندي دي او ګټور اثر لري. دا ټوله پروسه يو يا يو نيم کال وخت نيسي."

په نړۍ کې د ٣٢٠٠ کسانو تر مړه کېدو او نږدې ۹۰ زرو کسانو تر اخته کېدو وروسته خلک د دې وژونکي وايروس د خپرېدو له کبله سخته اندېښنه لري.

د افغانستان په څنګلوري هېواد ايران کې هم تر چين او ايټاليا وروسته ډېر کسان مړه شوي دي.

د پرونیو شمېرو له مخې چې د ايران پارلمان خپاره کړي، د ايران د پارلمان ٢٣ غړي هم په دې وايروس اخته شوي دي.

د ايران د پارلمان مرستيال مسعود پزشکيان انصاف وېب‌سايټ ته ويلي چې په کرونا وايروس د پېښو او د مړو د شمېر په اړه د روغتيا وزارت ارقام دقيق نه‌دي.

پزشکيان وايي، څرنګه چې په هماغه لومړيو ورځو کې قم ښار قرنطين نه‌شو، په ايران کې د کرونا وايروس خپرېدل ورسره زيات شول.

  • خامنه‌اي اندېښمن نه‌دی

خو د ايران رهبر ايت‌الله علي خامنه‌اي بيا په ايران کې د دې وايروس خپرېدو ته ډېر اندېښمن نه‌ښکاري.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي
د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي

ښاغلی خامنه‌اي زیاتوي: "که څه هم نه‌غواړم دا موضوع وړه وښيم، خو دا مسئله بايد دومره غټه هم نه‌کړو. يوه پېښه ده، شوې ده، ډېره به دوام ونه‌کړي. دا به مو په هېواد کې وي، وروسته به په خپله مخه ځي."

په نړۍ کې په کرونا وايروس شااوخوا ٩٢٠٠٠ کسان اخته شوي، که څه هم نږدې ٥٠ زره کسان بېرته روغ شوي، خو اندېښنې کمې شوې نه‌دي.

  • د امریکا تدابیر

په واشنګټن کې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې شپږ کسان‌يې په هېواد کې په دې وايروس مړه شوي ويلي، د دې وايروس د مخنيوي لپاره جدي تدابير سنجول شوي.

ښاغلی ټرمپ وايي: "همدا اوس چې خبرې کوو، زما اداره له محلي او ايالتي چارواکو سره د کرونا وايروس پر مهارولو کار کوي. پر دې مسئلې په شدت سره کار کوو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ.

ولسمشر ټرمپ زياته کړه چې په امريکا کې د کرونا وايروس په وړاندې د مبارزې لپاره به ٨،۵ پنځه میليارد ډالرو ته اړتيا وي.

دغه اضطراري طرحه کانګرس ته لېږل شوې او تمه کېږي چې د استازو جرګه ورباندې نن چهارشنبه بحث وکړي.

  • د ماسکونو او طبي الکهول کمښت

د روغتيا نړيوال سازمان د روان وضعيت له کبله ډېره اندېښنه لري.

د دغه سازمان رئيس تدروس ادهانوم ګبرياسوس (Tedros Adhanom Ghebreyesus) پرون سې شنبه له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د ماسکونو، دستکشو او د کرونا وايروس په وړاندې د نورو محافظتي وسايلو له احتکار څخه لاس واخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د نړۍ په زياتو هېوادونو کې د ماسکونو، طبي الکهولو او نورو مکروب ضد مايعاتو پيدا کول ګران کار دى، ځکه چې لږ پيدا کېږي.

کرونا وايروس اول د ٢٠١٩م کال په ډسمبر مياشت د چين د هوبې ولايت په مرکز ووهان ښار کې کشف او بيا نورې نړۍ ته خپور شو.

دغه وژونکى وايروس اوس د نړۍ ٧٧ هېوادونو ته رسېدلى دى.

XS
SM
MD
LG