ایران د غیر اوپېک هېوادونو د هر ډول غونډې مخالفت وکړ

ارشیف، د ایران

ایران د غیر اوپېک یا هغو هېوادونو چې د سازمان غړي نه‌دي، د هر ډول غونډې د جوړېدو مخالفت وکړ.

غیر اوپېک هېوادونه چې په اوپېک جمع هم یادېږي، په پام کې لري، سبا پنجشنبه «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۹» د وېډیو کنفرانس له لارې غونډه وکړي.

د ایران د نفتو وزیر ویلي، په مارکېټونو کې د تېلو د بیو د لوړېدو لپاره دا ډول غونډې خاصه ګټه نه‌شي رسولای.

بېژن زنګنه وايي د اوپېک او غیر اوپېک هېوادونو د وزیرانو د راروانې غونډې په اړه مبهم شرایط ورته د سختې اندېښنې وړ دي.

زنګنه دا خبره په یوه لیک کې پرون د اپرېل پر اوومه د الجزایر د نفتو وزیر ته لیکلې چې د اوپېک سازمان مشري کوي او روېټرز اژانس هم دا لیک کتلی دی.

بېژن زنګنه

بېژن زنګنه وايي د داسې غونډې تنظیمول چې د تېلو مارکېټ ته کومه څرګنده او مجموعي ګټه ونه‌رسوي، تر پیل مخکې به د ناکامۍ د پیغام په معنی وي.

د ایران د نفتو وزیر لیکلي چې دا ډول غونډه به د مارکېټونو بیې لاپسې ټیټې کړي.

د روېټرز اژانس په حواله، سعودي عربستان، روسیه او د تېلو د تولید نور متفقان چې د اوپېک جمع په نامه یادېږي، دا اوونۍ په خپله غونډه کې په شدید ډول د تېلو د توليد پر کمولو موافقه کوي، خو په دې شرط که د امریکا متحده ایالات او ګڼ نور هېوادونه د بیو له لوړېدو سره د مرستې لپاره د خپلو تېلو د تولید پر کمولو سلا شي.

د نړۍ په مارکېټونو کې د تېلو بیې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ټیټې شوې دي.

ارشیف

دا وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل، ریاض او مسکو منلې چې د خپلو تېلو تولید به د ورځې له ۱۰ میلیونو تر ۱۵ میلیونو بېرلو پورې راکموي چې د نړۍ د تېلو د بازارونو په سلو کې له ۱۰ تر ۱۵ فیصده برخه جوړوي.

ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې د امریکايي کمپنیو د کوم اقدام ژمنه ونه‌کړه.

د امریکا د انرژۍ وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، د سپینې ماڼۍ له ټینګار سره سم چې ویلي یې دي، په خصوصي مارکېټونو کې به مداخله نه‌کوي، د امریکا د تېلو تولید له مخکې د حکومت له کوم اقدام پرته راکم شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د روېټرز اژانس په حواله، د تېلو د تولید دا کموالی به ورو ورو د راروانو دوو کلونو په موده کې عملي شي.

د نړۍ په مارکېټونو کې د تېلو تقاضا ۳۰ فیصده یعنې د ورځې ۳۰ میلیون بېرله راکمه شوې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو تحلیلګرانو په حواله لیکلي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ډېر احتمال لري چې د تېلو تقاضا د ورځې ۲۵ میلیون بېرله راکمه شي چې د عادي مواردو په نسبت د مصارفو یو پر څلورمه برخه جوړوي.

د تېلو په صادروونکو سازمان یا اوپېک کې غړي هېوادونه دي الجزایر، انګولا، کانګو، استوايي ګینه، ګابن، ایران، عراق، کویټ، لیبیا، نایجریا، سعودي عربستان، متحده عرب امارات او ونزوئلا.