نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۱۴۰۰۰ واوښت

افغانستان، رومانیا، چک جمهوریت، کوسوو او شمالي مقدونیه کې د کرونا ویروس له امله د لومړنیو قربانیانو خبر ورکړل شوی.​

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس یا 'کووایډ ۱۹' له امله په نړۍ کې د تلفاتو شمېر له ۱۴ زره کسانو اوښتی، افغانستان، رومانیا، د چک جمهوریت، کوسوو او شمالي مقدونیه د دغه ویروس له امله د لومړنیو قربانیانو خبر ورکړ.​

له چین وروسته چې د ووهان له ښاره‌یې دغه ویروس خپور شوی، اوس اروپا د دغه ویروس د پراختیا پر لوی مرکز بدله شوې.​

په اروپا کې ډېر هغه کسان چې دغه ویروس مړه کړي عمرونه‌یې پاخه او د اوږدو ناروغیو سابقه لرونکي بلل شوي دي.​

د رومانیا چارواکو پرون د لومړي ځل لپاره پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو د دوه تنو د مړینې خبر ورکړ.​

په دې هېواد کې پر دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېر پرون په چټکۍ لوړ شو او ۴۳۳ تنو ته ورسېد.​

رومانیا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۳ تنو ته رسېدلی.

چارواکو وویل، لومړنی قرباني یو ۶۷ کلن سړی و چې د سرطان ناروغي یې لرله او پنځه ورځې مخکې پر کرونا ویروس اخته شوی و.​

دغه کس هم په دې وروستیو کې له فرانسې بېرته هېواد ته ستون شوی و.​

فرانسه هم مخکې له دې چې پر نړیوالو الوتنو محدودیتونه ولګوي، د کرونا ویروس ډېر ځپلی و.​

په رومانیا کې د دغه ویروس دوهم قرباني هم یو ۷۴ کلن سړی ښودل شوی چې ویل شوي د بډوډو ناروغي یې درلوده.​

د کوسوو چارواکو هم په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله لومړنی مړ شوی کس د پاخه عمر لرونکي یو کس یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه د زړه او سږو پر ناروغۍ اخته و.​

کوسوو کې ۳۱ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.​

د کوسوو چارواکو ویلي چې ۳۱ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.​

په ګاونډ شمالي مقدونیه کې یې پرون یوه ۵۷ کلنه ښځه په دې هېواد کې د کرونا ویروس لومړنۍ قرباني وه.

چارواکو ویلي چې دغه ښځه په ایټالیا کې پر دغه ویروس اخته شوې وه.​

په شمالي مقدونیه کې په کرونا ویروس ۱۱۴ کسان اخته شوي دي.

په شمالي مقدونیه کې د کرونا ویروس ۱۱۴ پېښې ثبت شوې دي.​

پر کرونا ویروس د اخته شویو او مړو شویو لوړ شمېر هم په ایټالیا کې ثبت شوی.​

پر دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر په دې هېواد کې نږدې ۶۰ زره او د مړو شویو له پنځه نیم زرو اوښتی.​

په چک جمهوریت کې هم پرون د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس له امله یو کس چې عمر یې شاوخوا ۹۰ کاله و، مړ شو.

په دې هېواد کې د کرونا شاوخوا ۱۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.​

په افغانستان کې هم پرون د لومړي ځل لپاره پر کرونا ویروس اخته شوی یو کس مړ شو. ​

د افغانستان په ګاونډ ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر له زرو تنو اوښتی او پر دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر نږدې ۲۲ زره کسانو ته رسېدلی دی.​

ایران کې کرونا ویروس له زرو ډېر کسان وژلي او له ۲۲ زرو ډېر پرې اخته شوي.

د افغانستان بل ګاونډ ازبکستان د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي هڅې تېزې کړي او په ټولو ښارونو کې یې د ماسک ایښودل اجباري کړي دي.

دغه‌راز چارواکو په تاشکند کې ټولو شرکتونو ته امر کړی چې کارکوونکي دې له لیرې واټن څخه کار کوي.​

پاکستان هم د کرونا ویروس پر وړاندې د نويو اقداماتو په ترڅ کې​ په سند ایالت کې ۱۵ ورځنی قرنطین اعلان کړی چې سر له ننه به عملي کېږي.​

د پاکستان د ۶۷۸ مثبتو پیښو ډېرې یې په سند ایالت کې ثبت شوې دي.​

په خېبر پښتونخوا ایالت کې هم له سې شنبې څخه د ښارونو ترمنځ پر ټرانسپورت محدودیت لګول کېږي.