ارزګان کې افغان امنیتي سرتېرو له طالبانو سره د زړه خواله کړې

ارشیف، په تېر کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لنډ مهالی اوربند. انځور تزئیني بڼه لري.

ارزګان کې په زیاتو سیمو کې افغان سرتېرو له وسله‌والو طالبانو سره مخامخ کتلي او د زړه خواله یې ورسره کړې.

په ترینکوټ کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري وايي، له وسله‌والو طالبانو سره اوس هره ورځ نږدې مخامخ خبرې او مجلس ورسره کوي.

خلک هم وايي، د تاوتریخوالي د اوونۍ سره سم په ترینکوټ کې جګړه صفر ته راښکته شوې.

په ارزګان کې د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت د جګړو لومړۍ کرښې ته تللی او دا راپور يې چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور