د افغان سولې په اړه د پامپیو وروستۍ څرګندونې څه پیغام لري؟

قطر کې د طالب او امریکايي مرکچي پلاوي انځور-ارشیف. March 12, 2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، له طالبانو سره د یوې هوکړې تر لاسلیک کېدو مخکې باید دا ډله عملاً ثابته کړي چې د شخړو د کمېدو اراده او توان لري.

ښاغلي پامپیو دا څرګندونې ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې نن د دې هېواد په پلازمېنه تاشکند کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

پامپیو وویل، له طالبانو سره یوه هوکړه نږدې شوې، خو د ده په وینا مخکې هم دغسې یو فرصت رامنځته شوی و چې طالبانو له لاسه ورکړ او په دې کې پاتې راغلل چې دوی د سولې په برخه کې جدي دي.

پامپیو زیاته کړه چې د سولې د خبرو تر پیلېدو مخکې ډېر کارونه شته چې باید ترسره شي.

د پامپیو د وروستیو څرګندونو په اړه نوریاس نوري د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د انسټټیوټ له مرستیال حکمت اعظمي سره مرکه کړې او لومړی ترې پوښتنه کړې چې د پامپیو دغه څرګندونې څه پیغام رسوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پامپیو د څرګندونو په اړه مرکه