که د ولسمشرۍ انتخابات په خپل ټاکلي وخت ترسره شوي وی، د اوسني افغان ولسمشر د کار دوام به له نن ورځې وروسته پای ته رسېده.
دا د اساسي قانون حکم دی، خو پهدې اړه په قانون کې صراحت نهشته چې که انتخابات په وخت ترسره نهشي، ایا ولسمشر به واک کې پاتې کېږي او کهنه؟
یوازې په اساسي قانون کې د ولسمشر د کاري دورې تر پای ته رسېدو مخکې له ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو پورې موده کې د انتخاباتو ترسره کېدو ته اشاره شوې ده.
د حکومت سیاسي مخالفان چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د شورا غړیتوب لري، ټینګار کوي چې له چهارشنبې یا غبرګولي لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر د کار د دوام مخالف دي.
د حکومت دې سیاسي مخالفانو د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ولسمشر اشرف غني باید یو سرپرست حکومت ته واک وسپاري.
خو ارګ وايي، د افغانستان د ولسمشر د کار د دوام پر وړاندې د حکومت د سیاسي مخالفانو دریځ د اساسي قانون خلاف دی او کودتا بلل کېدای شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال صمیم عارف د سې شنبې په شپه «۱۳۹۸ کال د غويي ۳۰» ناوخته ازادي راډیو ته وویل، پهدې اړه د اساسي قانون ۶۱مه ماده روښانه ده، خو د لا ښه وضاحت لپاره د سترې محکمې نظر هم پرې اخیستل شوی چې د اساسي قانون د تفسیر لوړه مرجع ده.
د ولسمشر مرستیال ویاند صمیم عارف
د ښاغلي عارف په وینا د افغانستان سترې محکمې هم د ولسمشر د کار دوام تأیید کړی دی.
دی وايي:
"افراد، اشخاص او سیاسي ګروپونه نهشي کولای چې قانون په خپله خوښه تفسیر کړي. هغه وړاندیز چې د حکومت سیاسي مخالفانیې لري، کاملاً له اساسي قانون سره په ټکر کې دی. د نظام ړنګول دي او کودتا ده. ولسمشر به تر هغې کار ته دوام ورکوي، څو چې ټاکنې کېږي او پایلې یې اعلانیږي."
ښاغلي صمیم د ټاکنو د قانون د ۱۰۴مې مادې د شپږم بند یادونه هم وکړه چې وايي، که ټاکنې د هر مشکل او ستونزې پر اساس ځنډېږي، نو انتخابي چارواکي به تر هغې کار ته دوام ورکوي، څو چې ټاکنې وشي او پایلې یې اعلان شي.
دوه ورځې مخکې د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا وویل، اجازه نهورکوي چې محمد اشرف غني د غبرګولي له لومړۍ نېټې اخوا د ولسمشر په توګه کار ته دوام ورکړي.
ولسمشریزو ټاکنو ته یو تن نوماند محمد حنیف اتمر د ولسمشریزو نوماندانو شورا په غونډه کې د وینا پر مهال
یو له دوی څخه محمد حنیف اتمر و، نوموړي وویل، د ولسمشر د کار د دوام په صورت کې به افغانستان کړکېچ ته ولاړ شي.
ښاغلی اتمر زیاتوي:
"دا به رئیس صاحب جمهور لپاره یوه مهمه د امتحان ورځ وي، که دوی د غبرګولي په لومړۍ نېټه زموږ اساسي قانون ته درناوی ونهکړي، په هېواد کې به د بحران سبب شي."
د ولسمشرۍ د څوکۍ اووه نور کاندیدان هم له ښاغلي اتمر سره هم نظره وو او د غبرګولي په لومړۍ نېټهیې له واکه د ولسمشر غني پر ګوښه کېدو ټینګار کاوه.
په پام کې وه چې د ولسمشرۍ انتخابات د وري په میاشت کې ترسره شوي وی، وروسته د چنګاښ او بالاخره د تلې میاشتې ته وځنډېدل.
تر دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې هم د انتخاباتو ځنډ د دې سبب شوی و چې ښاغلی کرزی تر ټاکلي وخت زیات په واک کې پاتې شي.
یو شمېر سیاسي ګوندونو بیا ویلي چې سبا پنجشنبه په کابل کې یو اعتراضي لاریون کوي.